ټاکل شوې ده چې افغان ملي لوبډله د روان کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې خپله څلورمه سیالي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې نن ماښام ترسره کړي. افغان لوبډلې له دې وړاندې ۲ سیالۍ ګټلې دي خو یوه یې بیا پاکستانۍ لوبډلې ته بایللې ده، له بلې خوا هندۍ لوبډلې خپلې دوه ترسره کړې لوبې په لوړ توپیر پاکستان او نوي زیلاند هیوادونو ته بایللې دي.
دواړه لوبډلې به دا هڅه کوي چې راتلونکې سیالي وګټي، د افغانستان لپاره یاده سیالي ځکه ډېر اهمیت لري چې په ګټلو سره یې روانو سیالیو نیمه پایلوبو ته نږدې کیږي، له بلې خوا که هندۍ لوبډله دغه سیالي ونه ګټي نو په روان نړیوال جام کې یې د مخکې تګ چانس پای ته رسیږي او بیا به ونشي کولای چې بل پړاو ته لاره ومومي.
هندۍ لوبډله، چې په خپل بهترین بیټینګ سره په نړۍ کې ستر شهرت لري، د بیټینګ له اړخه په یادو سیالیو کې پاتې راغلې ده او بیټسمینان یې ندي توانېدلي چې له توقع سره سمه لوبه وکړي. له بلې خوا یې بالرانو هم څه ډول چې پکار وه، هغسې لوبه نده کړې، سپنرانو یې د هند غوره لیګ کارکردګي تکرار نکړای شوه، تېزو بالرانو یې هم د توقع خلاف کارکردګي وکړه چې ورسره یې لوبډلې دوه مهمې سیالۍ وبایللې.
دوی به هڅه کوي چې د افغانستان په وړاندې سیالۍ کې یې هم بیټیمسمینان ډېرې منډې جوړې کړي او هم یې بالران ښه بالینګ وکړي. د بیټیمسمینانو په ډله کې یې لوکېش راهول، روهیت شرما، ویرات کوهلي او ریشب پنټ هغه نومونه دي چې د نورو په پرتله ترې ډېره هیلې کیږي، همدارنګه جسپریټ بومرا، محمد شامي او سپنرانو ته به یې هم سترګې وي چې د بالینګ برخه پرمخ یوسي او ښه کارکردګي وکړي.
د افغانستان لپاره بیا که څه هم د پاکستان په وړاندې لومړیو بیټسمینانو منډې جوړې نکړې خو په نورو دواړو سیالیو کې یې لوبډلې ته ډېر ښه پیل ورکړی دی او نن به یو ځل بیا په دې هڅه کې وي چې د هندي بالرانو په وړاندې ښه ولوبیږي. د افغان لوبډلې د میډل آرډر بیټیسمینانو نجیب ځدراڼ او محمد نبي او له دوی وروسته ګلبدین نایب په تېرو څو سیالیو کې ښې لوبې کړې دي، نو که لومړیو دریو بیټسمینانو کې ۲ لوبغاړي ښه لوبه وکړي او له میډل آرډر څخه نجیب ځدراڼ او محمد نبي یا ګلبدین نایب یې ملاتړ څه نا څه منډې جوړې کړي نو به د بیټینګ برخه کې افغان لوبډلې خپله برخه کار کړی وي.
په بالینګ کې بیا افغان لوبډله په خپلو سپنرانو ډېره تکیه کوي، لوبډلمشر محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن، چې اوسمهال ټپي دی، تر اوسه په ټورنمنټ کې ډېر ښه ثابت شوي دي، د دوی ترڅنګ د اصغر افغان له تقاعد وروسته چپ لاسی ورو بالر شرف الدین اشرف هم له لوبډلې سره یوځای شوی دی چې سپن بالینګ لا ورسره قوي او زیاتیږي. همدارنګه په فاسټ بالرانو کې نوین الحق او حمید حسن په تېره سیالي کې ښه وځلېدل، ترڅنګ یې د چټکې توپ اچونې بل آپشن ګلبدین نایب دی چې د نمیبیا په وړاندې تېره لوبه کې یې ښه بالینګ کړی و.
په ټوله کې دغه سیالي د دواړو لوبډلو لپاره نهایت اړینه ده، د هند لپاره دغه سیالي ځکه حیاتي ارزښت لري او ګټل یې ورته حتمي دي چې په مټ یې ځان په سیالیو کې وساتي، خو بیا به هم دې ته په تمه وي چې افغان لوبډله په خپله بله سیالي کې نوي زیلاند ته ماتې ورکړي او هندۍ لوبډلې ته لاره جوړه کړي ترڅو نیمه پایلوبو ته لاره ومومي، کوم څه چې ستونزمن دي خو ناممکن ندي. افغان لوبډله بیا د دې سیالۍ په ګټلو سره نیمه پایلوبو ته ځان نږدې کوي او د نوي زیلاند په ماتولو سره به په مستقیمه توګه نیمه سیالیو ته، چې د نړیوال جام دریم پړاو بلل کیږي، ځان ورسوي. د سیالۍ په بایللو سره، نیمه پایلوبو ته د رسېدو په موخه، باید افغان لوبډله لومړی نوي زیلاند ته ماتې ورکړي او له هغه وروسته نیټ رنرېټ ته په تمه پاتې کیږي او ګوري به چې هندۍ لوبډله خپلې نورې سیالۍ څخه ډول ګټي او نوی زیلاند له سکاټلینډ او نمیبیا سره څه کوي.
له افغان لوبډلې څخه خبر دا دی چې اصغر افغان به د هند په وړاندې سیالۍ کې نه لوبیږي او ښايي په ځای یې یو بل بیټسمین ته موقع ورکړل شي. همدارنګه شرف الدین اشرف لوبډلې ته اضافه شوی دی، نو که مجیب الرحمن د سیالۍ تر پیلېدو روغ نشو ښايي د لوبېدو موقع هم ورکړل شي. د ابوظبۍ د شېخ زاید لوبغالي په اړه ویل کیږي چې په روان نړیوال جام سیالیو لومړی بالینګ کوونکې لوبډلې کامیابې دي او په تېرو ۸ سیالیو ۶ سیالۍ هغو لوبډلو ګټلې دي چې یې په دویمه پاڼۍ کې بیټینګ کړی دی.