د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سږکال د لومړي ځل لپاره د کرکټ نړیوالې شورا په چمپینز ټرافي سیالیو کې ګډون وکړ چې پکې یې انګلستان ته ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې خپل لومړی ګډون تاریخي او یادګاري ثابت کړ.
چمپینز ټرافي سیالۍ او لوبډلو ګډون:
د کرکټ نړیوالې شورا چمپینز ټرافي سیالۍ هر څلور کاله وروسته د نړۍ د ۸ غوره لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. دغه سیالۍ په ۵۰ اوریزه بڼه لري چې د یو ورځنیو سیالیو له نړیوال جام وروسته د نړۍ په کچه تر ټولو سترې یو ورځنۍ سیالۍ شمېرل کېږي. که د سیالیو کیفیت او څرنګوالي او دغه راز د لوبډلو د پیاوړتیا له نظره ورته وکتل شي نو دغه سیالۍ له نړیوال جام هم مخکې کېږي او لومړی مقام خپلوي، ځکه چې په دغو سیالیو کې یوازې ۸ مخکښې لوبډلې ګډون لري، هره لوبه کې دوه پیاوړې لوبډلې سره مخ کېږي او هره لوبه یې له سختې سیالۍ او رقابت نه ډکه وي او د مینه والو لپاره هم ځانګړی ارزښت لري.
دغو سیالیو ته د نړیوال جام په پرتله لارمونده هم سخته ده او ډېری وخت ډېرې سترې لوبډلې په دغو سیالیو کې له لوبېدو بې برخې کېږي. د ۲۰۲۵م کال چمپینز ټرافي سیالیو ته لارموندنې پروسه په ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو کې پیل شوه چې له مخې یې د نړیوال جام ۸ مخکښو لوبډلو دغو سیالیو ته لاره موندله.
د افغانستان کرکټ ملي لوبدلې په ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو کې څلور بریاوې خپلې کړې او داسې لوبډلې یې ماتې کړې چې ماتول یې د ډېرو افغانانو هیله او ارمان و. افغان لوبدلې د دې سیالیو په ترڅ کې لومړی انګلستان، بیا پاکستان، ورپسې سریلانکا او له دې وروسته نیدرلنډز لوبډلې ته ماتې ورکړې او په څلورو بریاو سره یې د لسو ګډون کوونکو لوبډلو ترمنځ شپږم مقام خپل کړ چې پرمټ یې نېغ په نېغه د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۵م کال چمپینز ټرافي یا اتلانو جام سیالیو ته لاره وموندله.
د افغان لوبډلې ترڅنګ په نورو لوبډلو کې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام اتله لوبډله استرالیا، دویم مقام ګټونکې لوبډله هندوستان، سویلي افریقا، نیوزیلنډ، انګلستان او بنګله دېش لوبډلې د ۲۰۲۵م کال اتلانو جام سیالیو ته لاره ومونده. پاکستان، چې د دغو سیالیو کوربتوب یې په غاړه درلود، وار له مخه یادو سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړی و. د کرکټ د نړۍ څلورو نورو سترو لوبډلو، ویسټ انډیز، سریلانکا، زمبابوې او ایرلنډ ونشو کړی چې دغو سیالیو ته لاره ومومي او له دغو سیالیو کې له ګډون بې برخه شوې.
د کرکټ نړیوالې شورا د اتلانو جام سیالیو ته لارموندنه او په دغو سیالیو کې ګډون د افغان لوبډلې لپاره ستر ویاړ او لاسته راوړنه ده چې نه یوازې د کرکټ نړیوالې شورا بلکې د کرکټ نړۍ سترو مبصرینو له لوري وستایل شوه.
د افغان لوبډلې نوملړ او چمتووالی:
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۵م کال چمپینز ټرافي سیالیو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ د یادو سیالیو له پیله یوه میاشت وړاندې په ډاګه شو چې پکې د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ۱۵ لوبغاړي شامل و. په ۱۵ کسیزه لوبډله کې ځوان ورو توپ اچوونکی غضنفر هم و، چې وروسته بیا د ملا په مهره کې د کسر پیدا کېدو له امله له یادو سیالیو بهر شو او پر ځای یې ننګیال خروټی، چې له دې وړاندې د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې شامل و، ۱۵ کسیزې لوبډلې ته اضافه شو.
په نوره لوبډله کې د لوبډلمشر ترڅنګ رحمت شاه زرمتی، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، نور احمد، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک او نوید ځدراڼ شامل و. دغه راز په احتیاطي لوبغاړو کې دروېش رسولي او بلال سمېع شتون درلود. افغان لوبډله د دغو سیالیو لپاره له یوه کال راهیسې په چمتووالي بوخته وه او په دې لړ کې یې په مسلسله توګه د نړیوالو لوبډلو پر وړاندې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې. افغان لوبډلې د تېر ۲۰۲۴م کال په لومړیو کې سریلانکا ته سفر وکړ. له هغه وروسته یې په خپل کوربتوب د ایرلنډ، سویلي افریقا او بنګله دېش پر وړاندې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې او د کال په وروستیو کې یې زمبابوې ته سفر وکړ. افغان لوبډلې په دې موده کې یوازې په سریلانکا کې خپلې لوبې وبایللې خو په پاتې ټولو لوبلړیو کې یې خورا غوره لوبې وکړې او د خپلو سیالانو په ماتولو سره یې چمپینز ټرافي سیالیو ته ښه چمتووالی وکړ.
سربېره پر دې، افغانستان کرکټ بورډ د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه افغان لوبډله د روان کال په جنوري میاشت کې متحده عربي اماراتو ته ولېږله ترڅو هر اړخیز تمرینات ترسره کړي او د یادو سیالیو لپاره لا غوره چمتووالی ونیسي. افغان لوبډله په متحده عربي اماراتو کې له ۲۰ ورځني تمریناتي کمپ وروسته د فبرورۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه پاکستان ته ورسېده او هلته یې دوه تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړې. افغان لوبډلې خپله لومړۍ تمریناتي لوبه د پاکستان الف لوبډلې پر وړاندې په لاهور او دویمه تمریناتي لوبه یې بیا د نیوزیلنډ پر وړاندې په کراچۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره کړه. افغان لوبډلې که څه هم خپلې دواړه تمریناتي لوبې وبایللې خو د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې یې ډېره ښه لوبه وکړه او د رحمن الله ګربز د سلیزې پرمټ یې له ۳۰۰ زیاتې منډې جوړې کړې چې د رسمي سیالیو لپاره د چمتووالي په برخه کې اغېزمن ثابت شو.
په چمپینز ټرافي سیالیو کې د افغان لوبډلې رسمي لوبې او د انګلستان پر وړاندې ستره بریا:
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د چمپینز ټرافي سیالیو په دویم ګروپ کې شتون درلود. په یاد ګروپ کې د افغان لوبډلې ترڅنګ د نړۍ درې نورې خورا پیاوړې لوبډلې سویلي افریقا، انګلستان او استرالیا هم شاملې وې. افغان لوبډلې په یادو سیالیو کې خپله لومړۍ رسمي لوبه د فبروري میاشتې په ۲۱مه نېټه د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړه، چې پکې افغان لوبډلې ماتې وخوړه. دا لوبه داسې وه چې سویلي افریقا لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ۳۱۵ منډې جوړې کړې، دغه هدف افغان لوبډلې ترلاسه نکړی شو او د رحمت شاه د غوره توپوهنې سره سره یې دغه لوبه د ۱۰۷ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته وبایلله.
افغان لوبډله د فبروري میاشتې په ۲۶مه نېټه د انګلستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه، دغه لوبه د لاهور په قذافي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېده چې افغان لوبډلې د یوې خورا غوره او جالبې لوبې په پایله کې سیالې لوبډلې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د کرکټ نړیوالې شورا په چمپینز ټرافي سیالیو کې یې لومړنۍ بریا خپله کړه. افغان لوبډلمشر دا ځل د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه. افغان لوبډلې که څه هم ښه پیل ونکړ او د سر درې لوبغاړي یې په ۳۷ منډو کې له لاسه ورکړل خو وروسته یې د ابراهیم ځدراڼ، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي، عظمت الله عمرزي او محمد نبي د غوره توپوهنې پرمټ په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ۳۲۵ منډې جوړې کړې او سیالې انګلستان لوبډلې ته یې د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه.
ابراهیم ځدراڼ په دغه لوبه کې د ۱۲ څلوریزو او ۶ شپږیزو پرمټ ۱۷۷ منډې جوړې کړې. دا د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې په یوه پاڼۍ کې د افغان لوبغاړو تر ټولو زیاتې فردي منډې دي. له دې وړاندې هم د دغه ویاړ ابراهیم ځدراڼ درلود، چې په یوه پاڼۍ کې یې ۱۶۲ منډې جوړې کړې وې. سربېره پر دې، د نوموړي ۱۷۷ منډې د کرکټ نړیوالې شورا د چمپینز ټرافي سیالیو په یوه پاڼۍ کې هم تر ټولو زیاتې منډې شوې او دغه ستر ویاړ یې د خپل ځان او افغانستان په نوم کړ.
د یاد هدف په دفاع کې افغان اتلانو په وار وار سیال لوبغاړي له ډګره بهر کړل او د یوې خورا جالبې او په زړه پورې لوبې په پایله کې یې سیاله لوبډله په ۳۱۷ منډو له ډګره بهر کړه او د ۸ منډو په توپیر یې دا لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوله. د افغان لوبډلې په ګټه عظمت الله عمرزي خورا عالي توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ۵ ویکټې یې ترلاسه کړې. د نوموړي ترڅنګ محمد نبي، راشد خان، ګلبدین نایب او فضل الحق فاروقي هم ښه توپ اچونه وکړه او په دې ستره بریا کې یې خپله ونډه ادا کړه. تکړه پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ د یادې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، خو عظمت الله عمرزي هم د ۴۱ منډو په جوړولو او بیا په خورا مهم وخت کې د ۵ ویکټو په ترلاسه کولو سره په دغه بریا کې رغنده رول ولوباوه.
دا د کرکټ نړیوالې شورا په چمپینز ټرافي سیالیو کې د افغان لوبډلې لومړنۍ تاریخي بریا وه. دغه راز دا د کرکټ نړیوالې شورا اړوند سیالیو کې د انګلستان پر وړاندې د افغان اتلانو دویمه پرلپسې بریا وه. افغان لوبډلې له دې وړاندې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې هم انګلستان ته ستره ماتې ورکړې وه او د یادې لوبدلې پر وړاندې په دویمې بریا سره یې یو ځل بیا د نړۍ پام ځان ته واړاوه او د نړیوالو باور یې لا په ځان زیات کړ.
له دې سترې بریا دوه ورځې وروسته د فبروري میاشتې په ۲۸مه نېټه، په همدې لاهور ښار کې د استرالیا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. افغان لوبډلې یو ځل بیا د توپوهنې پرېکړه وکړه خو دا وار یې هم ښه پیل ونکړ او د ابراهیم ځدراڼ په شمول یې د سر درې لوبغاړي یې وختي له لاسه ورکړل. دا ځل بل ځوان لوبغاړی صدیق الله اتل را مخکې شو او خورا زړوره لوبه یې وکړه، نوموړي که څه هم سلیزه ترلاسه نکړی شوه خو د ۸۵ مهمو منډو په جوړولو سره یې د نړیوالو پام ځان ته واړاوه. د نوموړي ترڅنګ عظمت الله عمرزي ډېره ښه توپوهنه وکړه او ۶۷ چټکې منډې یې جوړې کړې چې پرمټ یې افغان لوبډلې استرالیا ته د ۲۷۴ منډو هدف وټاکه. افغان لوبډلې د یاد هدف په دفاع کې یو سیال لوبغاړی هم له ډګره بهر کړ خو په دویمه پاڼۍ کې یوازې ۱۲.۵ اوره لوبه وشوه او پاتې لوبه د ډېر شدید ورښت له امله ترسره نشوه او بې پایلې پای ته ورسېده چې د سیالیو د اصولو له مخې دواړو لوبډلو ته یوه-یوه نمره ورکړل شوه.
افغان لوبډلې که څه هم د یادو سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره پیدا نکړه خو د په یوې بریا او ۳ نمرو سره یې د ۸ لوبډلو ترمنځ پنځم مقام خپل کړ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره یوه بله ستره لاسته راوړنه شمېرل کېږي.
د افغان لوبډلې غوره لوبغاړي:
په ۲۰۲۵م کال چمپینز ټرافي سیالیو کې د افغان لوبډلې له لوري تر ټولو مخکښ توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ و چې په دغو سیالیو کې یې د یوې سلیزې پرمټ د ۷۲ منډو په اوسط ۲۱۶ منډې جوړې کړې. دغه راز عظمت الله عمرزی په ۱۲۶ منډو دویم، رحمت شاه زرمتی په ۱۰۶ منډو دریم او صدیق الله اتل چې په یادو سیالیو کې یې د افغان لوبډلې په ګټه ۱۰۵ منډې جوړې کړې وې، څلورم مخکښ توپوهونکی و. دغه راز په توپ اچوونکو کې بیا عظمت الله عمرزی تر ټولو مخکښ و چې ۷ ویکټې یې ترلاسه کړې وې. د نوموړي ترڅنګ محمد نبي په څلورو ویکټو سره دویم او فضل الحق فاروقي په ۲ ویکټو سره دریم مخکښ افغان توپ اچوونکي و.
په ټوله کې ابراهیم ځدراڼ او عظمت الله عمرزي د افغان لوبډلې په ګټه خورا غوره لوبې وکړې. دواړه لوبغاړي د توپوهنې په برخه کې د خپل ثبات او دوامدارې غوره لوبې له امله ډېر وستایل شول. عظمت الله عمرزي په توپ اچونه کې هم ډېر ښه وځلېد او په مهمو شیبو کې د لوبډلې په ګټه ښه ثابت شو چې د کرکټ په نړۍ کې د الرونډر په توګه خپل نوم لا وځلاوه.
افغانستان؛ د اسیا دویمه مخکښه لوبډله:
د کرکټ نړیوالې شورا په تېرو دوه نړیوالو جامونو او روانو چمپینز ټرافي سیالیو کې د افغان لوبډلې غوره لوبو ته په کتو د کرکټ نړیوالو مبصرینو او مخکښو رسنیو افغان لوبډله د اسیا دویمه مخکښه لوبډله یاده کړه. په تېرو درې کلونو کې د کرکټ نړیوالې شورا اړوند سیالیو (۲۰۲۳م کال نړیوال جام، ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړیوال جام او ۲۰۲۵م کال چمپینز ټرافي) کې د افغان لوبډلې بریاو او د نړیوالو لوبډلو پر وړاندې غوره سیالیو ته په کتو، افغان لوبډله له هند وروسته د اسیا دویمه پیاوړې لوبدله ګڼل شوې ده.
افغان لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا اړوند په تېرو درې پړاو سیالیو کې ټولې ۱۹ لوبې کړې چې په ترڅ کې یې ۱۰ بریاوې خپلې کړې او پاتې ۹ لوبې یې سیالو لوبډلو ته بایللې دي. د افغان لوبډلې د بریاو شمېره او د بریاو سلنه په اسیايي لوبډلو کې له هند وروسته تر ټولو لوړه دی. پاکستان لوبډلې په همدې درې پړاو سیالیو کې ۱۵ لوبې کړې چې یوازې ۶ لوبې یې ګټلې دي. بنګله دېش ۵ لوبې ګټلې او ۱۳ لوبو کې ماتې سره مخ شوې او سریلانکا په ۱۲ لوبو کې یوازې ۳ لوبې ګټلې دي.
دغه راز د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې افغان لوبډلې ۷ بریاوې خپلې کړې دي. پاکستان ۴، بنګله دېش ۳ او سریلانکا یوازې یوه لوبه ګټلې ده او نورې ۹ نورې یې بایللې دي. سربېره پر دې نیمه پایلوبو ته د رسېدو په برخه کې افغان لوبډله یوازېنۍ لوبډله ده چې یو ځل په شل اوریز نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبو رسېدلې ده؛ دا نورې درې لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا په تېرو درې پړاو سیالیو کې یو ځل هم تر نیمه پایلوبو نده رسېدلې. تر دې چې سریلانکا په ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو کې ښې لوبې ونکړې او چمپینز ټرافي سیالیو کې له ګډون هم بې برخې شوه. د دغو ارقامو پربنسټ دا ثابتېږي چې افغان لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا په تېرو درې نړیوالو جامونو کې له یادو درې اسیايي لوبډلو ښې لوبې کړې او په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې له هندۍ لوبډلې وروسته دویمه مخکښه اسیايي لوبډله ګڼل کېږي.
له بلې خوا د سویلي افریقا پخواني تېز توپ اچوونکي ډېل سټېن، چې اوسمهال د کرکټ نړیوالې شورا په سیالیو کې د مبصر په توګه دنده ترسره کوي، د افغانستان د کرکټ لوبډلې د چټک پرمختګ ستاینه کړې او وايي چې که افغان لوبډله همداسې پرمخ روانه وي او په ځینو برخو کې سمون راولي نو کولی شي چې په راتلونکې یوه لسیزه کې د نړیوال جام اتلولي خپله کړي. په افغان لوبډله د نړۍ د سترو مبصرینو بېساری باور د افغان لوبډلې او لوبغاړو د بېسارو لوبو او بریاو پایله ده. افغان لوبغاړو نه یوازې دا چې په دې سیالیو کې خپلې وړتیاوې ثابتې کړې، بلکې د کرکټ نړۍ ته یې دا پیغام هم ورکړ چې دوی د نړیوال کرکټ یوه مهمه برخه دي او د سترو لوبډلو پر وړاندې لوبو ته چمتو دي.