فرسټ کلاس (First Class) د کرکټ لوبې کومې بڼې ته ویل کیږي؟
ليکنې

فرسټ کلاس (First Class) د کرکټ لوبې کومې بڼې ته ویل کیږي؟

فرسټ کلاس هغه څلور ورځنیو سیالیو ته ویل کېږي چې نړیواله بڼه نه لري، خو د نړیوالو ټېسټ سیالیو ټول اصول او قوانین پکې پلي کېږي. دغه ډول سیالۍ د پوره غړیتوب لرونکي هېواد په داخل (کورني کرکټ) کې ترسره کېږي، همدارنګه د هغو هېوادونو ترمنځ سیالۍ، چې لا یې د ټېسټ کرکټ دریځ یا د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب نه وي ترلاسه کړی، هم په فرسټ کلاس کرکټ کې حسابیږي. د کرکټ دغه بڼه ډېره اوږده مخینه لري، له خورا ستر ارزښت څخه برخمنې دي او د نړیوال کرکټ تر شاه ستر حمایوي او ملاتړی رول لوبوي. 

د لوستلو وخت: ~6 دقیقې

فرسټ کلاس هغه څلور ورځنیو سیالیو ته ویل کېږي چې نړیواله بڼه نه لري، خو د نړیوالو ټېسټ سیالیو ټول اصول او قوانین پکې پلي کېږي. دغه ډول سیالۍ د پوره غړیتوب لرونکي هېواد په داخل (کورني کرکټ) کې ترسره کېږي، همدارنګه د هغو هېوادونو ترمنځ سیالۍ، چې لا یې د ټېسټ کرکټ دریځ یا د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب نه وي ترلاسه کړی، هم په فرسټ کلاس کرکټ کې حسابیږي. د کرکټ دغه بڼه ډېره اوږده مخینه لري، له خورا ستر ارزښت څخه برخمنې دي او د نړیوال کرکټ تر شاه ستر حمایوي او ملاتړی رول لوبوي. 

دا سیالۍ داسې دي چې په څلورو ورځو کې ترسره کیږي او په ترڅ کې یې هره لوبډله دوه ځلې بالینګ/توپ اچونه او بیټینګ/توپوهنه ترسره کوي، هره ورځ ۳ سېشنه ترسره کېږي او د ورځې په ترڅ کې پکې ۹۰ اورونه ترسره کېږي. د دې سیالیو ترتیب داسې دی چې لومړی یوه لوبډله توپوهنه کوي، په ځواب کې یې بیا دویمه لوبډله توپوهنه کوي او په دې هڅه کې وي چې لومړی د مخالفې لوبډلې منډې پوره کړي او بیا یې ترې زیاتې کړي. په همدې ترتیب له دې وروسته بیا لومړۍ لوبډله توپوهنه کوي، دا ځل دغه لوبډله هڅه کوي چې که دویم بیټینګ کوونکې لوبډلې د دوی له لومړنۍ پاڼۍ څخه زیاتې منډې جوړې کړې وي، نو لومړی هغه پور/قرض ورخلاص کړي او له دې وروسته بیا مخالفې لوبډلې ته هدف ټاکي. مخالفه لوبډله که هدف پوره کړي نو لوبه ګټي، که له هدف پوره کولو وړاندې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکوي نو لوبه بایلي، خو که د څلورمې ورځې ترپایه هدف پوره نه کړي او نه هم خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړي نو لوبه بې پایلې پای ته رسیږي. نورې خانګړتیاوې یې دا دي چې په دغو سیالیو کې دواړه لوبډلې سپین لباس په تن کوي، سور بال پکې پکاریږي او هر توپ اچوونکی پکې نامحدوده شمېر اورونه کولی شي.

دغه سیالۍ د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو د کورني کرکټ ترڅنګ د هغو دویمه او دریمه درجه هېوادونو ترمنځ هم ترسره کېږي چې د ټېسټ کرکټ سیالیو دریځ یا حیثیت ونلري. د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ دریځ ترلاسه کولو وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا اړوند د انټرکانټینینټل کپ په نامه څلور ورځنیو سیالیو کې چې د دویمه او دریمه درجه لرونکو لوبډلو ترمنځ ترسره کیدې، برخه اخیسته. افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره د دغو سیالیو په دریم پړاو کې برخه واخیسته چې په خپل لومړي ګډون سره یې د یادو سیالیو اتلولۍ وګټله او په پایلوبه کې یې، چې د ۲۰۱۰م کال د ډیسمبر میاشتې په دویمه نېټه پیل شوه، سکاټلینډ لوبډلې ته د لوبې په دریمه ورځ په ۷ وېکټو ماتې ورکړې وه. له دې وروسته د یادو سیالیو په څلورم پړاو کې هم افغان لوبډلې خورا ښې لوبې ترسره کړې چې په ۷ سیالیو کې د ۶ بریاوو په خپلولو سره د مخکښې لوبډلې په توګه ونومول شوه. 

د هندوستان رنجي ټرافي، د اسټرالیا شیفل شیلډ، د انګلستان کاونټي کرکټ، د سویلي افریقا سنفایل سیریز، د پاکستان قاعد اعظم ټرافي، د بنګله دېش نېشنل کرکټ لیګ، د افغانستان احمد شاه ابدالي او یو شمېر نور هغه فرسټ کلاس سیالۍ دي چې د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو په کورني کرکټ کې ترسره کیږي.

په افغانستان کې دغه سیالۍ د احمد شاه ابدالي تر نامه لاندې له ۲۰۱۷م کال راهیسې هر کال د ۵ زونونو ترمنځ ترسره کیږي، البته په ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹م کلونو کې د مس عینک، سپین غر، آمو، بند امیر او بست زونونو ترڅنګ د کابل زون لوبډلې هم ګډون درلود چې پکې به ګڼ شمېر ځوان لوبغاړي لوبېدل. همدارنګه په ۲۰۱۹م کال کې د ولایتونو ترمنځ هم درې ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې چې د فرسټ کلاس کرکټ دریځ یې درلود، دغه سیالۍ د کابل، کونړ، کندهار، کندز او خوست لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې د کابل ولایت په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. 

د فرسټ کلاس او ټېسټ کرکټ ترمنځ توپیر دا دی چې نړیوالې ټيسټ لوبې د دوه پوره غړیتوب لرونکو هېوادونو ترمنځ په نړیواله کچه ترسره کېږي او فرسټ کلاس سیالۍ د یوه پوره غړیتوب لرونکي هېواد په داخل کې د کورني کرکټ په کچه ترسره کیږي. همدارنګه ټيسټ کرکټ ۵ ورځې وخت نیسي خو فرسټ کلاس سیالي بیا د ۴ ورځو په ترڅ کې ترسره کېږي، بله دا چې د ټيسټ کرکټ ریکارډ په فرسټ کلاس کرکټ کې شاملیږي خو د فرسټ کلاس سیالیو کارکردګي او ریکارډ بیا په ټېسټ کرکټ کې نه حسابیږي. د افغانستان په کورني کرکټ کې د زونونو په کچه څلور ورځنیو سیالیو ته هغه وخت د فرسټ کلاس سیالیو دریځ ورکړل شو، کله چې د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان ته خپل بشپړ غړیتوب ورکړ.

اوسمهال د افغانستان په کورني کرکټ د ۵ زونونو (مس عینک، بند امیر، سپین غر، امو او بست) لوبډلو ترمنځ دغه سترې سیالۍ پیل شوې دي چې د کندهار ولایت په ۲ لوبغالو کې ترسره کېږي. دغه سیالۍ د روانې نومبر میاشتې په ۸مه نېټه د سپین غر - مس عینک او بند امیر - بست زونونو د لوبډلو ترمنځ په سیالیو پیل شوې. دغه سیالۍ به څه باندې یوه میاشت دوام ومومي چې په ترڅ کې به یې هره لوبډله په لومړي پړاو کې ۴-۴ سیالۍ ترسره کړي او په پای کې به یې د لومړي پړاو ۲ مخکښې لوبډلې په ډسمبر میاشتې په ۸مه نېټه په کندهار کرکټ لوبغالي کې پایلوبه ترسره کړي.

د افغانستان د کورنیو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو تر ټولو مخکښ توپوهونکی د بست لوبډلې ویکټ کیپر بیټسمین منیر احمد دی چې تر اوسه یې په ۴۸ پاڼیو کې یې د ۵۱.۲۲ منډو په اوسط سره، د ۸ سلیزو او ۷ پنځوسیزو په مټ ۲۳۰۵ منډې جوړې کړې دي. همدارنګه په یادو سیالیو کې ترټولو ډېرې وېکټې بیا د مس عینک زون لوبډلې چپ لاسي ورو بالر ضیاءالرحمن اکبر ترلاسه کړې دي، نوموړي د فرسټ کلاس سیالیو په ۴۹ پاڼیو کې توپ اچونه ترسره کړې ده چې پکې یې د ۱۸.۳۸ بالینګ اوسط سره ۱۳۶ وېکټې اخیستې دي، اکبر تر اوسه په فرسټ کلاس سیالیو کې ۱۱ ځلې ۵-۵ او ۲ ځلې ۱۰-۱۰ لوبغاړي هم سوځولي دي چې په یوه پاڼۍ کې یې ترټولو ښه توپ اچونه د ۷۰ منډو په بدل کې د ۷ وېکټو ترلاسه کول دي.

ملاتړ کوونکي او همکاران