د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام لوبو په لړ کې نن بندامیر لوبډله د سپین غر لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شوه، چې په پایله کې بندامیر لوبډلې د ۵ ویکټو په توپیر سره بریا خپله کړه. په دغه لوبه کې سپین غر لوبډلې د ۲۰۴ منډو هدف ټاکلی و چې بندامیر د لوبې په ۴۷م اور کې ترلاسه کړی. دغه لوبې چې د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې روانې دي، سبا به یې په لړ کې بست د امو پر وړاندې لوبه وکړي.
د نن لوبې پچه د بندامیر لوبډلې وګټله او لومړی
یې توپ اچونه غوره کړه. سپین غر لوبډلې د ذبید اکبري د ۷۴ او سهیل خان د ۴۰ منډو
پر مټ یوازې ۲۰۳ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۲۰۴ منډو هدف یې
وټاکه. بلخوا د بندامیر په ګټه خلیل ګربز ۶ او فریدون داودزي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د سپین غر لوبډلې ټاکلی هدف بندامیر لوبډلې د
لوبې په ۴۷م اور کې ترلاسه کړی. د بندامیر په ګټه فرمان الله ساپي ۷۸ ناسوځېدلي او
حشمت الله شهیدي ۵۸ منډې ترسره کړې. د ویلو ده چې د سپین غر په ګټه افتاب عالم او
قیس احمد هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د لوبې په وروستیو کې د بندامیر لوبډلې
الراونډر فرمان الله ساپي په ۷۸ ناسوځېدلو منډو د لوبې بڼه بدلوونکی او خلیل ګربز
په ۶ ویکټو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شول.
د یادونې وړ ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات
جام لوبو په لړ کې به سبا سهار بست لوبډله د امو لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته
ښکته شي.