د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له کلني پلان سره سم د زونونو په کچه اتم پړاو ایکس بُل - لېسټ اې سیالۍ پیلېږي. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۲۰مه نېټه پیل شي او د راتلونکې سپټمیر میاشتې تر شپږمې نېټې پورې به د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې روانې وي.
په یادو سیالیو کې د هېواد د ۵ زونونو
اړوند لوبډلې، بند امیر، مس عینک،
بست، امو او سپین غر، ګډون لري
چې په لومړۍ لوبه کې به یې د سپين غر زون
لوبډله د اګست میاشتې په شلمه نېټه د امو زون لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې
ګډون کوونکې لوبډلې په لومړي پړاو کې ۶ لوبې ترسره
کړي چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د سپټمبر میاشتې په شپړمه نېټه کېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي.
په اتم پړاو ایکس بُل لېسټ اې – یو
ورځنیو سیالیو کې به د
ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ ګڼ شمېر مخکښ او د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي ولوبېږي.
د یادونې وړ ده
چې د اتم پړاو سیالیو د عمومي مالي ملاتړي حقوق له سوپرکولا ملي شرکت ترلاسه کړي دي
چې د خپلو تولیداتو له جملې به پکې ایکس بُل انرژي ته کمپاین وکړي.
دغه سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ
د کورني کرکټ په جوړښت کې له
خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د ودې په برخه کې ستر
رول لوبوي. د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ داسې مهال پیلېږي چې تېره اونۍ د کورني کرکټ تر
ټولو سترې شل اوریزې سیالۍ، لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام
سیالۍ پای ته ورسېدې چې د امو نهنګان لوبډلې د پرلپسې دویم ځل لپاره په خپلې
اتلولۍ سره پای ته ورسولې.