د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام اتم پړاو یو
ورځنۍ لوبې چې په خوست کې د هېواد د پنځو لوبډلو تر منځ روانې دي، نن یې په دویمه
لوبه کې مس عینک لوبډلې وکولی شول چې د بست لوبډلې ته ماتې ورکړي. د یادو لوبو په
دوام به سبا سهار بندامیر د سپین غر پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.
د نن لوبې پچه د بست لوبډلې وګټله او لومړی
یې د مس عینک لوبډله توپوهنې ته وبلله. مس عینک لوبډلې د نوید عبید د ۱۱۲، افسر
ځاځي ۴۵ او رحمن الله ځدراڼ ۳۶ منډو پر مټ په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۳۰۶ منډو
هدف وټاکه. بلخوا د بست لوبډلې په توپ اچونه کې یما عرب، سید شېرزاد، اعجازالحق
نورزي او ضیاء الرحمن شریفي هر یوه ۲ ویکتې ترلاسه کړې.
د مس عینک لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې بست
لوبډلې که څه هم ښکلې توپوهنه ترسره کړه خو هدف یې ترلاسه نکړای شو. یادې لوبډلې د
رحمت شاه زرمتي ۸۳، ریاض حسن ۵۱، نصیرخان ۴۹ او حضرت الله ځاځي ۴۷ منډې ترسره کړې.
بلخوا بیا د مس عینک په ګټه عبدالله تره خېل ۳ او ظاهر خان ۲ ویکټې په خپل نوم
کړې.
د لوبې په وروستیو کې د مس عینک لوبډلې
توپوهونکی نوید عبید په ۱۱۲ منډو د لوبې غوره لوبغاړی او عبدالله تره خېل د لوبې
بڼه بدلوونکی لوبغاړی ونومول شو.