د زونونو په کچه میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیلیږي
کورني

د زونونو په کچه میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ له کلني مهالوېش سره سم د راتلونکې اپرېل میاشتې په پنځمه نېټه د زونونو په کچه پنځم پړاو میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیلېږي. دغه سیالۍ به د یادې میاشتې تر ۲۳مې نېټې د ننګرهار ولایت په دوه بېلابېلو کرکټ لوبغالو کې د پنځه زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

شریکول:

په دې سیالیو کې به مس عینک، بند امیر، بست، سپین غر او امو زونونو لوبډلې ګډون ولري. هره لوبډله به په لومړي پړاو کې څلور سیالۍ ترسره کړي، چې د ۱۹ ورځو په موده کې به یې ترمنځ ټولې ۱۰ لوبې وشي. دا لوبې به د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان او شهید نجیب الله تره‌کي کرکټ لوبغالو کې ترسره شي.

د دغو سیالیو په ترڅ کې به د ۵ زونونو په ګټه د کورني کرکټ قرارداد لرونکي لوبغاړي او په روان کال کې د تېرو لومړۍ او دویمه درجه ولایتي سیالیو ځلېدلي لوبغاړي ولوبېږي.

د یادونې وړ ده چې د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به د زونونو په کچه څلور ورځنۍ (فرسټ کلاس) سیالۍ هم ترسره شي، چې پکې به د بېلابېلو ملي لوبډلو ګڼ شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ مخکښ لوبغاړي هم ګډون ولري.

ملاتړ کوونکي او همکاران

د ملي ټیم سپانسر

زموږ شریکان

Kam Air PARIO TYKA Afghan Telecom

زموږ سپانسران

dafaNEWS