کابل الف او اي سي بي ایلېون د وزیر اکبر خان لومړۍ درجه لوبو پایلوبې ته لار وموندله
کورني

کابل الف او اي سي بي ایلېون د وزیر اکبر خان لومړۍ درجه لوبو پایلوبې ته لار وموندله

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ لوبو برخه د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې چې د کندهار او ننګرهار په کوربتوب د ۱۲ پیاوړو لوبډلو تر منځ ترسره شوې، کابل الف او اي سي بي ایلېون لوبډلې پکې تر پایلوبې ورسېدې. د یادو لوبو نیمه پایلوبې چې نن د ننګرهار په غازي امان الله خان او نجیب تره کي لوبغالو کې ترسره شوې، کابل الف په ۲۲ منډو د اي سي بي ایلېون ۲ او اي سي بي ایلېون د خوست الف لوبډلو ته ماتې ورکړې. د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو پایلوبه به د راتلونکي دوشنبې په ورځ د اي سي بي ایلېون او کابل الف لوبډلو تر منځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شي.

د لوستلو وخت: ~4 دقیقې

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نن د کابل الف لوبډلې د ۲۲ منډو په توپیر د اي سي بي ایلېون ۲ لوبډلې ته ماتې ورکړه. په یاده لوبه کې کابل الف لوبډلې د ۲۱۴ منډو هدف ټاکلی و.  د دوی په توپوهنه کې عیسی خان ۶۳، ارشاد الدین ساپي ۵۳، طارق ستانکزي ۳۲ او عبدالجلیل ۳۱ منډې جوړې کړې. بلخوا بیا د اي سي بي ایلېون ۲ لوبډلې په توپ اچونه کې لطف الله ۳، هارون او کامران مخلص هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د کابل الف لوبډلې د ۲۱۴ منډو هدف په ځواب کې اي سي بي ایلېون لوبډلې ۱۹۱ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۲۲ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د یادې لوبډلې په ګټه شوکت زمان ۷۶ او حمیدالله ۳۳ منډې ترسره کړې. باید وویل شي چې د کابل الف لوبډلې په ګټه لوبډلمشر طارق ستانکزي او کامل کاکړ ۳-۳ او محمد داود ۲ ویکټې ترلاسه کړې. طارق ستانکزي د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو دویمه نیمه پایلوبه چې په نجیب تره کي لوبغاليی کې ترسره شوه، اي سي بي ایلېون لوبډلې پکې د ۶ ویکټو په توپیر د خوست الف لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې خوست الف لوبډلې د ایمل شاهین ۱۱۵ او صادق شاه ۲۳ منډو پر مټ د ۲۳۲ منډو هدف وټاکه. بل لور ته د اي سي بي ایلېون لوبډلې په ګټه محمدالله لوګري ۳ او عاقل خان ۲ ویکټې  په خپل نوم کړې.

اي سي بي ایلېون لوبډلې د سیالې لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۳۷م اور کې د ۴ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهونکو کې عثمان خان ۱۰۱ ناسوځېدلي، بلال احمد ترین ۴۶ او فرمان الله ساپي ۳۹ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې. د خوست الف په توپ اچونه کې یونس ځدراڼ ۲ ویکټې ترلاسه کړې. د اي سي بي ایلېون لوبډلې توپوهونکی عثمان خان د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د وزیر  محمد اکبرخان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو پایلوبه به د دوشنبې پر ورځ سهار ۹:۰۰ بجې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د اي سي بي ایلېون او کابل الف لوبډلو تر منځ ترسره شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران