شریکول:
واخان ملي شل اوریز جام سیالۍ ترسره کېږي
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګه د روانې جون میاشتې له ۲۸مې نېټې د جولای تر اوومې نېټې دویم پړاو ملي شل اوریز جام سیالۍ ترسره کوي چې د اکسبول-واخان شل اوریز جام تر عنوان لاندې به د هېواد په کندز ولایت کې د څلورو لوبډلو ترمنځ وشي.
د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو لومړی پړاو تېر کال د قوش تپې ملي شل اوریز جام تر نوم لاندې په کابل ولایت کې ترسره شوی و چې په دویم پړاو کې یې ډېر ځوان لوبغاړي په نوملړونو کې ځای پر ځای شوي دي چې له ځلېدو وروسته به لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو ته لاره ومومي.
دغه سیالۍ به د اړوند نېټو له مخې د پامیر لیجنډز، میوند اتلان، ماهیپر ستوري او هندوکش سټرایکرز لوبډلو ترمنځ د کندز پر کرکټ لوبغالي په ژوندۍ بڼه د تلویزیون له لارې خپرې شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې مسوول ښاغلي نظیم جار عبدالرحیمزي په دې اړه وویل: ((دا ځل دویم پړاو ملي شل اوریز جام د واخان ملي شل اوریز جام تر نوم لاندې ترسره کېږي، ترڅو د واخان په تړاو ملي رسالت او پيغام ورسوو، ځکه واخان زموږ د ټولو د هویت او پېژندګلوي نښه ده او دغې ښکلې سیمې ته باید په ګډه کار وکړو.))
د ښاغلي جار په وینا: باید ووایم چې د شل اوریز جام لپاره د واخان نوم له غوره کولو زموږ موخه دا ده چې د یادې سیمې خلکو ته د پرمختیایي پروژو، د ودانیو او اسانتیاو رامنځته کولو، د بهرنیو سیلانیانو د راتګ او دغه راز سوداګرۍ ته د خلکو د هڅولو لپاره کار وکړو.
هغه زیاته کړه، له دې وړاندې په لومړي پړاو کې موږ د قوش تپې ملي پروژې ته په پراخه کچه کمپاین وکړ چې د افغانستان لپاره ډېره مهمه، حیثیتي او حیاتي پروژه ده، نو باید وویل شي چې د ملي شل اوریز جام دویم پړاو نوم به (واخان ملي شل اوریز جام) وي.
دغه راز د غوراوي کمېټې د مشر ښاغلي احمدشاه سلیمانخېل په وینا، د واخان شل اوریز جام لپاره د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو څخه غوره کارکردګي کوونکي ځوان لوبغاړي په پام کې نیول شوي دي چې سربېره پکې د کورني کرکټ د سپین توپ قرارداد لرونکو، د الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړو او د ملي لوبډلې یو شمېر هغه لوبغاړي چې له لوبډلې لرې وو، ځای ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په یادو سیالیو کې ځکه ډېری ځوان لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی، ترڅو مخکښ او ځلېدونکي لوبغاړي یې شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو ته لاره ومومي او له همدې لارې اداره وکولی شي چې د استعدادونو په رامنځته کولو او د ملي او نویو ځوان لوبغاړو په یوځای لوبولو او تجربو شریکولو کې غوره رول ادا کړي.