کابل الف د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو نیمه پایلوبې ته لار وکړه
کورني

کابل الف د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو نیمه پایلوبې ته لار وکړه

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې چې په کندهار او ننګرهار کې پیل شوي وې په لړ کې یې کابل الف، اي سي بي ایلېون ۲، خوست الف او اي سي بي ایلېون لوبډلو نیمه پایلوبو ته لار وکړه. د نن لوبو په ترڅ کې کابل الف لوبډلې د ۳۱ منډو په توپیر د هلمند او خوست الف لوبډلې د ۹۶ منډو په توپیر د ننګرهار لوبډلې ته ماتې ورکړې.

د لوستلو وخت: ~3 دقیقې

کابل الف لوبډلې د هلمند لوبډلې ته د ۳۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله. یاده لوبه چې په کندهار لوبغالي کې ترسره شوه، کابل الف لوبډلې پکې د اصف شاه ۶۸ او طارق ستانکزي ۴۴ منډو پر مټ په ۳۰ اورونو کې ۱۶۸ منډې جوړې کړې او د باران د ورښت له امله د ډي ایل ایس میتود له مخې هلمند لوبډلې ته په ۲۷ اورونو کې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه. د هلمند په ګټه محب الله همراز ۴ ویکټې په خپل نوم کړې.

د کابل الف لوبډلې ټاکلي هدف پسې هلمند لوبډلې د ۶ ویکټو په تاوان ۱۳۷ منډې جوړې کړې. د دوی په توپوهنه کې جاوید سلیمانخېل ۵۳ او شریف الله بارکزي ۳۳ منډې ترسره کړې. بلخوا د کابل الف لوبډلې په توپ اچونه کې طارق ستانکزي او محمد داود هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د کابل الف لوبډلمشر طارق ستانکزی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ننګرهار په نجیب تره کي لوبغالي کې بیا د خوست الف لوبډلې د ۹۶ منډو په توپیر د ننګرهار لوبډلې ته ماتې ورکړه. په یاده لوبه کې لومړی خوست الف لوبډلې ۲۸۱ منډې هدف وټاکه. د دوی په توپوهونکو کې سهیل خان ۶۲، مبین خان ۶۵ او ایمل شاهین ۴۷ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د ننګرهار په توپ اچونه کې جواد علي شینواري ۳ او میرویس اوریاخېل ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

ننګرهار لوبډلې د خوست الف لوبډلې د هدف په ځواب کې د عاقب اسماعیل خېل ۳۷ او شریف الله ۳۶ منډو پر مټ یوازې ۱۸۴ منډې جوړې کړې او د ۹۶ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د خوست الف لوبډلې په ګټه سمیع مبارز ۴ او نسیم منګل ۳ ویکټې په خپل نوم کړې. د خوست الف لوبډلې توپ اچوونکی سمیع مبارز د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو د نیمه پایلوبو په لړ کې به راتلونکې شنبه خوست الف د اي سي بي ایلېون پر وړاندې په نجیب تره کي او کابل الف د اي سي بي ایلېون ۲ لوبډلې پر وړاندې په غازي امان الله خان لوبغالي کې د لوبو ډګر ته ښکته شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران