د لوستلو وخت: ~6
دقیقې
د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه لوبو په دوام نن هم په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې څلور لوبې ترسره شوې. په یادو سیالیو کې هلمند د ۳ منډو په توپیر د چېرمېن ایلېون ۲، ننګرهار په ۵۳ منډو د چېرمېن ایلېون، خوست الف په ۵ ویکټو د کابل او کابل الف لوبډلې د ۸ ویکټو په توپیر د فاریاب لوبډلو ته ماتې ورکړې.
د کندهار په کرکټ لوبغالي کې نن د فاریاب او کابل الف لوبډلې د لوبې ډګر ته ښکته شوې، چې کابل الف لوبډلې پکې بریا خپله کړه. په یاده لوبه کې فاریاب لوبډلې د کمال او اعجاز احمدزي هر یوه ۳۱ منډو پر مټ یوازې د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه. بلخوا د کابل الف په ګټه عرب ګل مومند ۵ او منصور ارمان ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
هلمند بیا په ۳ منډو توپیر سره د چېرمېن ایلېون ۲ لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه چې د کندهار په قریشي لوبغالي کې ترسره شوه، د باران د ورښت له امله ۲۱ اورونو ته راکمه شوه. هلمند لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه چې د ۱۷۰ منډو هدف یې وټاکه. د دوی په ګټه محب همراز ۳۶، شریف بارکزي ۳۱ او محمد ریاض ۵۳ منډې جوړې کړې. بلخوا د چېرمېن ایلېون ۲ لوبډلې په ګټه اکرام مومند، عزیزالله او عبدالله تره خېل هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د هلمند لخوا د ټاکل شوي هدف په ځواب کې چېرمېن ایلېون ۲ لوبډلې یوازې ۱۶۶ منډې جوړې کړې او د ۳ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی په توپوهنه کې حسن عیسی خېل ۴۶ او عبدالله تره خېل ۲۸ منډې ترسره کړې. بلخوا د هلمند په توپ اچونه کې خیال محمد، رحیم الله او محمد ریاض ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. د هلمند لوبډلې الراونډر محمد ریاض د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې بیا د خوست الف لوبډلې د کابل لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. په یاده لوبه کې کابل الف لوبډلې د یوسف شاه ۱۱۱، نصیراحمد هاشمي ۹۱ او اصف موسی زي ۳۰ منډو پر مټ د ۲۴۸ منډو هدف وټاکه. د خوست الف په ګټه بلال یعقوبي ۴ ویکټې ترلاسه کړې.
د کابل لوبډلې ټاکلی هدف خوست الف لوبډلې د لوبې په ۴۵م اور کې د ۵ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهونکو کې ایمل شاهین ۶۷، خالد تڼیوال ۶۱ او مبین خان ۲۶ منډې جوړې کړې. بلخوا د کابل په ګټه ریحان الدین او اظهارالحق نوید ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د خوست الف لوبډلې توپ اچوونکی بلال یعقوبي د لوبې غوره لوبغاړی شو.
ننګرهار لوبډلې بیا په ۵۳ منډو چېرمېن ایلېون لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه لوبه چې د ننګرهار په نجیب تره کي لوبغالي کې ترسره شوه، ننګرهار پکې د ۲۲۷ منډو هدف وټاکه. د دوی په ګټه بارکزي ناصري ۷۶ او الله نور ناصري ۴۶ منډې جوړې کړې. بلخوا د چېرمېن ایلېون په توپ اچونه کې عبدالظهور ۳ او انور نوري ۲ ویکټې تر لاسه کړې.
د ننګرهار لوبډلې ۲۲۷ منډو په ځواب کې چېرمېن ایلېون لوبډلې د ټولو لوبغاړو په تاوان یوازې ۱۷۳ منډې جوړې کړې. د دوی په توپوهنه کې عزت بارکزي ۴۲ او احمدولي سیال ۳۹ ناسوځېدلي منډې ترسره کړې. بلخوا د ننګرهار په توپ اچونه کې جواد علي شینواري ۳، امان کونړي او ګلزار لغماني ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې. بارکزی ناصري د یادې لوبې غوره لوبغاړی شو.
د یادونې وړ ده چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو په روان بهیر کې به سبا سهار په کندهار لوبغالي کې اي سي بي ایلېون د فاریاب او په قریشي کرکټ لوبغالي کې هلمند د خوست لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي. همدا راز به د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي اي سي بي ایلېون ۲ د ننګرهار او نجیب تره کي کرکټ لوبغالي کې کندز د کابل لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.