د ملي شل اوریز جام پنځمه او شپږمه سیالۍ د امو او مس عینک لوبډلو په بریا
پای ته ورسېدلې
د اي انډ جام-
امید وطن ملي شل اوریزو
سوپرکولا سیالیو په دریمه ورځ هم په کندز کرکټ لوبغالي کې دوه سیالۍ ترسره
شوې چې په پنځمه لوبه کې امو لوبډلې د بست لوبډلې ته د ۴ وېکټو په توپیر ماتې
ورکړه او په شپږمه سیالۍ کې د یوې حساسې لوبې وروسته مس عینک لوبډلې د یوې ویکټ په
توپیر بند امیر زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د نن ورځې د لومړۍ لوبې پچه بست لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې
پرېکړه وکړه چې د لوبې په ۱۹ اور کې یې خپلې ټولې وېکټې له لاسه ورکړې او سیالې امو زون لوبډلې ته یې د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه چې په توپ
وهونکو کې یې عزیز
میاخیل ۳۴ او نجیب الله
ځدراڼ ۱۷ منډې ترسره
کړې.
د امو لوبډلې
غوره توپ اچونه ترسره کړه چې پکې سید شېرزاد ۳، فهیم قاسمي او عظیم ځدراڼ ۲،۲ وېکټې ترلاسه کړې.
د بست لوبډلې د
۱۱۷ منډو
هدف، امو لوبډلې د
جاوید احمدزي ۴۲ او
طارق ستانکزي ۱۹ منډو
پر مټ د لوبې په ۱۷ اور
کې د ۶ وېکټو
په د لاسه ورکولو ترلاسه او لوبه یې د ۴ وېکټو په توپیر وګټله.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی سید شیرزاد ونومول شي چې د خپلې لوبډلې امو په
ګټه د سیالې بست لوبډلې ۳ مهم لوبغاړي اوټ کړل.
د ورځې په دویمه او په ټوله کې د ملي شل اوریز جام په شپږمه سیالۍ کې مس
عینک لوبډلې د بند امیر زون لوبډلې ته د یوې حساسې لوبې وروسته په وروستي اور کې د
یوې ویکټې په توپیر ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې ټاس مس عینک زون لوبډلې وګاټه او لومړی یې د توپ اچونې
پریکړه وکړه چې په دې اساس لومړی توپ وهنه بند امیر لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۹ ویکټو په زیان ۱۷۰ منډې جوړې او سیالې مس عینک لوبډلې
ته یې د ۱۷۱ منډو
هدف ورکړ.
د دوی لپاره
توپ وهنه کې مسلم موسی چټکې ۴۲ او
خالد احمدزي ۳۶ منډې
جوړې کړې. بل لوري ته د مس عینک په توپ اچوونکو
کې عبدالله ۳ او
وحیدالله ځدراڼ او سمېع مبارز هر یو ۲ وېکټې ترلاسه کړې.
د بند امیر د ۱۷۱ منډو هدف، مس عینک د یوې حساسې لوبې په پایله کې د ۹ وېکټو په د لاسه ورکولو په وروستي اور کې ترلاسه او د یوې
وېکټې په توپیر یې بند
امیر ته ماتې ورکړه. د مس عینک لپاره لوبډلمشر اعجاز
احمدزي په ۴۰
توپونو ۸۳ چټکې منډې
ترسره کړې او د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ترسره کړ.
په دغه لوبه کې
بند امیر ته په توپ اچونه کې سید خان ۳ او عبدالله احمدزي او اظهارالحق نوید هر یو ۲ وېکټې ترلاسه کړې.
په پای کې د مس عینک زون لوبډلې لوبډلمشر اعجاز احمدزی په ۴۰ توپونو د ۸۳
منډو په جوړولو چې پکې ۷ شپږیزې او ۵ څلوریزې شاملې وې، د لوبې د غوره لوبغاړي
جایزه ترلاسه کړه
Amo and Mis-e-Ainak Secure Wins in the Fifth and Sixth
Matches of the National T20 Cup
The fifth and sixth matches of the e& National T20 Cup,
Powered by SuperCola concluded with victories for Amo and Mis-e-Ainak teams on
the third day of event at Kunduz Cricket Ground.
In the fifth match, Amo defeated Bost by 4 wickets. After
winning the toss, Bost elected to bat first but were bowled out in the 19th
over, setting a target of 117 runs. Among their batters, Aziz Miakhel scored 34
runs while Najibullah Zadran added 17.
Amo’s bowlers delivered an impressive performance, with
Sayed Sherzad taking 3 wickets, while Faheem Qasimi and Azim Zadran claimed 2
wickets each.
In response, Amo successfully chased down the 117-run target
in the 17th over, losing 6 wickets along the way. Jawed Ahmadzai led the
batting with 42 runs, supported by Tariq Stanikzai who contributed 19 runs. Amo
secured the win by 4 wickets.
Sayed Sherzad was named Player of the Match for his
outstanding bowling performance, taking 3 crucial wickets.
In the sixth match of the event, Mis-e-Ainak edged past
Band-e-Amir by 1 wicket in a thrilling contest decided in the final over.
After winning the toss, Mis-e-Ainak opted to bowl first.
Band-e-Amir posted a total of 170 runs for the loss of 9 wickets in their
allotted 20 overs, setting a target of 171. Muslim Musa scored a quick 42 runs,
while Khalid Ahmadzai added 36. For Mis Ainak, Abdullah took 3 wickets, while
Waheedullah Zadran and Sami Mubarez picked up 2 wickets each.
Chasing 171, Mis-e-Ainak reached the target in the final
over with 9 wickets down, winning by 1 wicket. Captain Ijaz Ahmadzai played a
match-winning innings of 83 runs off 40 balls, including 7 sixes and 5 fours,
playing a decisive role in his team’s victory.
For Band-e-Amir, Sayed Khan claimed 3 wickets, while
Abdullah Ahmadzai and Izharulhaq Naveed took 2 wickets each.
Ijaz Ahmadzai was awarded Player of the Match for his
outstanding performance, scoring 83 runs off 40 balls, including 7 sixes and 5
fours.