افغانستان کرکټ بورډ له اتصالات مخابراتي شرکت سره د عمومي مالي ملاتړ یو کلن هوکړه لیک لاسلیک کړ
خبرپاڼه

افغانستان کرکټ بورډ له اتصالات مخابراتي شرکت سره د عمومي مالي ملاتړ یو کلن هوکړه لیک لاسلیک کړ

افغانستان کرکټ بورډ کې نن د یادې ادارې د مشرتابه او اتصالات مخابراتي شرکت د مسوولینو ترمنځ د عمومي مالي ملاتړ د حقوقو هوکړه لیک، لاسلیک شو چې د یوه کال لپاره به د تطبیق او عملي کېدو وړ وي. د یاد هوکړه ‌لیک له مخې به اتصالات افغانستان په روان کال کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ټولو راتلونکو نړیوالو سیالیو کې د مالي ملاتړ ترڅنګ د کورنیو سیالیو لپاره هم د افغانستان کرکټ بورډ همکار وي.

د لوستلو وخت: ~7 دقیقې

 افغانستان کرکټ بورډ کې نن د یادې ادارې د مشرتابه او اتصالات مخابراتي شرکت د مسوولینو ترمنځ د عمومي مالي ملاتړ د حقوقو هوکړه لیک، لاسلیک شو چې د یوه کال لپاره به د تطبیق او عملي کېدو وړ وي. د یاد هوکړه ‌لیک له مخې به اتصالات افغانستان په روان کال کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ټولو راتلونکو نړیوالو سیالیو کې د مالي ملاتړ ترڅنګ د کورنیو سیالیو لپاره هم د افغانستان کرکټ بورډ همکار وي.

په دغه غونډه کې چې په همدې موخه د کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري پکې د دغې ادارې عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف او همدارنګه اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان او د اتصالات مخابراتي شرکت په استازولۍ د یاد مخابراتي شرکت د حقوقي چارو رییس سید خالد عزیز او د بازارموندنې او ارتباطاتو رییس کفایت الله نبي خېل ګډون درلود چې په پایله کې پکې د عمومي ملاتړي نوی قرارداد د کرکټ بورډ د اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان او اتصالات مخابراتي شرکت د حقوقي رییس سید خالد عزیز ترمنځ لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک له لاسلیک وړاندې د کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف د اتصالات له مخابراتي شرکت څخه د دوی د اوږدمهاله مالي ملاتړ لپاره مننه وکړه او زیاته یې کړه: ((اتصالات د افغان کرکټ د پیل له ورځو راهیسې افغان کرکټ بورډ ته د مالي ملاتړ مټ ورکړی دی او کله چې زه هم لوبغاړی وم؛ ښه مې په یاد شي چې اتصالات مخابراتي شرکت به هغه مهال هم له لوبډلې او ادارې مالي ملاتړ کاوه چې موږ ترې ډېر منندوی یو.))

همدارنګه نوموړي زیاته کړه: له کرکټ څخه مالي ملاتړ ډېر اړین وي، مالي ملاتړ د ورزش او لوبو په رشد، وده او پراختیا کې ځانګړی رول ادا کوي چې اتصالات مخابراتي شرکت په دغه برخه کې مهم رول ادا کړی دی او دغه راز له نورو ملي او نړیوالو شرکتونو هم هیله لرو چې د نورو شته فرصتونو په ترلاسه کولو کې ونډه واخلي او له افغانستان کرکټ بورډ سره ملګري شي.

دغه راز د اتصالات مخابراتي شرکت د حقوقي چارو رییس سید خالد عزیز هم د یاد تړون او خپلې اوږدمهالې ملګرتیا په اړه وویل: ((دا زموږ لپاره ویاړ دی چې یوځل بیا له افغانستان کرکټ بورډ سره د عمومي مالي ملاتړ په ډګر کې ملګري کېږو، چېرې چې هم ملي لوبډله ځي، زموږ لوګو او شرکت ورسره مل وي چې دا موږ ته ډېر ویاړ رابخښي.))

د نوموړي په وینا، دا چې موږ له خپلو ملي اتلانو ملاتړ کوو، دا زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی، ځکه دوی افغانستان ته تل ویاړونه راوړي دي او موږ باید له خپلو اتلانو ملاتړ وکړو، ترڅو دوی لا ډېر وځلیږي او په کومه برخه کې له کمي سره مخ نه شي.

باید وویل شي چې د عمومي مالي ملاتړي حقوق څه موده وړاندې ازادې سیالۍ او اعلان ته وړاندې شوي و چې د تدارکاتي پروسې له مخې اتصالات مخابراتي شرکت ګټونکی وپيژندل شو او له مقدماتي پروسې وروسته نن ورسره رسما قرارداد لاسلیک شو.

د یادونې وړ ده چې دغه راز به د مالي ملاتړ په برخه کې د  Powered By، Associate  او Sleeve برخې مالي ملاتړ ګټونکي شرکتونه هم ډېر ژر اعلان او قراردادونه به ورسره لاسلیک شي.

 

ملاتړ کوونکي او همکاران