باید وویل شي چې دغه
سیالۍ د اسیا جام لپاره هم په غوره چمتووالي کې مثبت رول ادا کوي چې د دریو کرکټ
بورډونو په سلا مشوره د همدې نېټې لپاره په پام کې نیول شوې دي چې پکې به
افغانستان د متحده عربي اماراتو او پاکستان پر وړاندې له پایلوبې پرته دوه-دوه
لوبې ترسره کړي چې له پایلوبې یوه ورځ وروسته به یې افغان لوبډله د اسیا جام په
سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ
عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف د یادې درې اړخیزه لوبلړۍ په اړه وايي: ((ډېر
خوشحاله یم چې د اسیا جام سیالیو له پیل وړاندې پر شارجه کرکټ لوبغالي د
افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوو چې
په دې برخه کې له کوربه هېواد ځانګړې مننه کوو. له شک پرته به دغه سیالۍ د اسیا
جام سیالیو لپاره یو غوره چمتووالی وي او د افغان لوبغاړو لپاره د تیاري یو غوره
فرصت دی.))
سربېره پر دې نوموړي
زیاته کړه، موږ د اګست له ۱۵مې نېټې د افغان لوبغاړو لپاره په متحده عربي اماراتو
کې د چمتووالي کمپ هم لرو، ترڅو افغان لوبغاړي پکې د اسیا جام سیالیو لپاره بشپړ
چمتو واوسي او ورپسې به یاده درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره شي.
همدارنګه د افغانستان
کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان هم وویل: ((دغه لوبلړۍ په ډېر مهم وخت کې
ترسره کېږي چې پکې افغان لوبډله له دوو پیاوړو سیالو لوبډلو سره مخ کېږي. موږ په
دې اړوند د متحده عربي اماراتو له کرکټ بورډ ځانګړې مننه کوو چې په دې برخه کې یې
کوټلي او مهم ګامونه پورته کړل او دغه لوبلړۍ به د نورو لوبډلو ترڅنګ د افغان
لوبډلې په چمتووالي کې ځانګړی رول ولوبوي.))
باید وویل شي چې
افغانستان کرکټ بورډ تل هڅه کړې چې د سیمې او اسیایي هېوادونو د کرکټ په پراختیا
او پرمختیا کې ځانګړی رول ادا کړي.
د یادونې وړ ده چې
یادې سیالۍ به د اګست میاشتې په ۲۹مه نېټه د افغانستان او پاکستان په لوبه پیل شي
او د سپتمبر میاشتې تر اوومې نېټې پورې به په شارجه کرکټ لوبغالي کې په ترتیب سره
ترسره شي.