د افغانستان شل اوریز غوره لیګ(APL)  د پيل او ترسراوي قرارداد لاسلیک شو
خبرپاڼه

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ(APL) د پيل او ترسراوي قرارداد لاسلیک شو

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د روان کال د جولای د میاشتې په ۳۰ نیټه په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ له پانګوال ملګري یا همکار سره د یاد لیګ سالیو د راتلونکو لسو (۱۰) پړاونو د ترسراوي قرارداد لاسلیک کړ.

د لوستلو وخت: ~9 دقیقې

 د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د روان کال د جولای د میاشتې په ۳۰ نیټه په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ له پانګوال ملګري یا همکار سره د یاد لیګ سالیو د راتلونکو لسو (۱۰) پړاونو د ترسراوي قرارداد لاسلیک کړ.

یاد قرارداد په متحده عربي اماراتو کې د ITW UNIVERSE په نوم له یوې کمپنۍ سره لاسلیک شو چې مرکزي دفتر یې په هند او د نړۍ په ۷ هیوادونو کې څانګې لري چې د پانګوونې، پروډکشن، برانډېنګ، مالي ملاتړ او د بازارموندنې په ډګرونو کې فعالیتونه ترسره کوي. دغه شرکت له دې وړاندې د کرکټ له نړیوالې شورا، کرکټ اسیایي شورا او د بشپړ غړیتوب لرونکو له یو شمېر نورو بورډونو سره هم په بېلابېلو ډګرونو کې ښکیل پاتې دي او د سترو سیالیو، ایونټونو او پروګرامونو د مدیریت په برخه کې تر یوې لسیزې ډیره مخینه لري.

د افغانستان کرکټ بورډ په استازیتوب دغه قرارداد د ادارې عمومي رئیس ښاغلي میرویس اشرف او د ادارې اجرایوې مشر ښاغلي نصیب خان لاسلیک او د ITW له لوري بیا د افریقا او منځني ختیځ هېوادونو لپاره د یاد شرکت مشر ښاغلي وېوېک چندرا پر یاد قرارداد لاسلیک وکړ.

باید وویل شي چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (APLT20) د دویم پړاو سیالیو د ترسره کېدو د نیټې، ځای او نورو اړوندو پرېکړو په پار به له یاد شرکت سره په ګډه د رهبري شورا رامنځته کېږي او د لیګ په تړاو به اړینې پریکړې کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د شل اوریز غوره لیګ د اوږدمهالې ودې او پراختیا لپاره د یوه قوي ستراتېژیک همکار د موندلو پروسه تېر کال د شفافې داوطلبۍ له لارې پیل چې موخه یې داسې شریک پیدا کول وو چې د مالي او تخنیکي تخصص ترڅنګ د لیګ ودې ته اوږدمهاله ژمنتیا ولري.

یادې پروسې له یو کال زیات وخت ونیوه، چې پکې د ارزونې، تحلیل، او تخنیکي او مالي وړتیاوو د سنجولو بېلابېل پړاوونه بشپړ شول. له سختو ارزونو وروسته، د نړیوالې کچې شرکت ITW Universe د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لپاره د اوږدمهاله ستراتېژیک شریک په توګه وټاکل شو. د دې بهیر په اوږدو کې افغانستان کرکټ بورډ ته پر وخت راپورونه وړاندې کېدل، او د بورډ د غړو نظریات، وړاندیزونه او سپارښتنې د تصمیم نیونې مهمه برخه وه.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس ښاغلي میرویس اشرف د افغانستان شل اوریز غوره لیګ بیا پیلول د ادارې یوه بله ستره لاسته راوړنه وبلله او په وینا یې: ((د افغانستان شل اوریز غوره لیګ بیا پیلول هغه زیری دی چې د افغان کرکټ مینه وال او ټول افغانان ورته منتظره و، چې له نېکه مرغه نن دغه انتظار پای ته ورسېده او د راتلونکو پړاونو د ترسراوي په موخه مو له یوې معتبرې او پېژندل شوې کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک کړ چې په نږدې راتلونکي کې به یې د لوبو د ترسراوي نېټې او ځای هم په ډاګه شي.))

همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ښاغلي نصیب خان هم وویل: ((افغانستان شل اوریز غوره لیګ زموږ د چارو او پلانونو لومړیتوب و، له ډېرې مودې راهیسې مو له بېلابېلو کمپنیو او پانګوالو سره خبرې وکړې، پلانونه مو ورته جوړ کړل، ناستې ترسره شوې او بالاخره له یوې معتبرې کمپنۍ سره پایلې ته ورسېدو؛ ځکه موږ نه غواړو چې یوازې په یو نوم سره لیګ ترسره کړو، بلکې اراده مو دا ده چې زموږ لیګ د کیفیت، عالي سیالیو او شهرت یوه غوره بېلګه وي او لوبغاړي مو ترې مؤثره او غوره ګټه واخلي.))

د نوموړي په وینا، په دې کې شک نشته چې افغانستان شل اوریز غوره لیګ یوه جدي اړتیا وه چې ټولو لوبغاړو او ادارې ته یې ډېره ګټه رسیږي چې پکې به زموږ ټول با استعداده لوبغاړي ولوبیږي او له ګټو به یې برخمن وي، نن دا دی په رسمي ډول د دغو سیالیو قرارداد لاسلیک شو او زه د ادارې په استازیتوب ورته ډېر هیله من یم.

سربېره پر دې د ITW شرکت د سیمې مشر ښاغلي وېوېک چندرا وویل: ((موږ ډېر خوشحاله یو چې له افغانستان کرکټ بورډ سره د افغانستان شل اوریز غوره لیګ په ډګر کې د یوه پانګوال همکار او ملګري رول لوبوو او دې چارې ته موږ ډېر خوشحاله یو، ځکه افغان کرکټ ډېر ستر نوم دی او په ډېره کمه موده کې یې ډېر مزل کړی دی او ډېر پیاوړي لوبغاړي او اتلان لري.))

هغه زیاته کړه: ژمن یم چې په دغه ډګر کې له افغانستان کرکټ بورډ سره ښه ملګرتیا ولرو او یاد لیګ د پراختیا، بسیاینې، د استعدادونو موندنې او کرکټ نړۍ ته وړاندې کوونې په برخه کې غوره رول ولوبوو.

د یادونې وړ ده چې د یاد لیګ د پرانستې ستره غونډه به د را روانې اګست میاشت کې ترسره شي چې د ښکلیلو خواوو ( د ادارو استازي، د بورډونو غړي او نور اړوند شریکان) ترڅنګ به د نړۍ د کرکټ چارسنبالو ادارو او بورډونو استازي، لوبغاړي او موثرې څیرې، رسنۍ، پانګوال او نور اړوند اشخاص به پکې ګډون ولري. د یادې غونډې په ترڅ کې به د دویم پړاو سیالیو ځای او نیټې د کره کیدو ترڅنګ د لیګ په تړاو د رهبري شورا د کړنو په اړه مالومات وړاندې کړل شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران