د افغانستان کرکټ
بورډ غوراوي کمېټې د یادې لوبلړۍ د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې حشمت
الله شهیدي ته د لوبډلمشر په توګه، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل،
رحمت شاه، محمد نبي، راشدخان، دروېش رسولي، اکرام علي خېل، ننګیال خروټي، الله
محمد، عبدالله احمدزي، بشیراحمد، سلیم ساپي او عظمت الله عمرزي ته په عمومي نوملړ
او بلال سمیع او فریدون داودزي ته په احتیاطي لوبغاړو کې ځای ورکړی دی.
سربېره پر دې د شل
اویزو سیالیو نوملړ ته راشدخان د لوبډلمشر په توګه او رحمن الله ګربز ویکټ
ساتونکی، صدیق الله اتل، ابراهیم ځدراڼ، وفي الله تره خېل، دروېش رسولي، عظمت الله
عمرزی، محمد اسحق، شرف الدین اشرف، محمدنبي، نوراحمد، مجیب الرحمن، بشیر احمد،
فرید ملک او عبدالله احمدزی اضافه شوي دي؛ په داسې حال کې چې الله محمد غضنفر او رحمت
شاه ته د احتیاظي لوبغاړو په توګه ځای ورکړل شوی دی.
د افغانستان کرکټ
بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان په دې اړه وویل: ((که څه هم موږ د کال په پیل
کې لوبې نه درلودې، خو دا دی له تېرو څو میاشتو راهیسې پرله پسې لوبلړۍ او سیالۍ
لرو او له اسیا جام وروسته د بنګله دېش کوربه توب هم پر غاړه لرو، ترڅو د پاکستان
تر درې اړخیزې لوبلړۍ پورې بشپړ چمتووالی ولرو او وکولی شو نړیوال جام خپله موخه
وګرځوو.))
نوموړي زیاته کړه:
باید ووایم چې زموږ لوبډلې په اسیا جام کې له توقع سره سمې لوبې ونکړې، خو سیالۍ
دواړه اړخونه لري، موږ پر خپلې لوبډلې باور لرو چې یو غوره راتګ به وکړي، ځکه زموږ
لوبډله ستره لوبډله ده او لوبغاړي مو له ځانګړې وړتیا برخمن دي، هیله لرم چې په
نړیوال جام کې به دوی فوق العاده وځلیږي.
ښاغلي نصیب خان
وویل: ((بنګله دېش ستره لوبډله ده، زه ډاډمن یم چې زموږ لوبغاړي به یې پر وړاندې
غوره لوبې ترسره کړي، موږ یو ځل بیا د دې ویاړ لرو چې د بنګله دېش کوربه توب کوو
او هیله لرم، ترڅو موږ له دوی په غوره ډول کوربه توب وکړو.))
د یادونې وړ ده چې
افغان لوبډله به د اکتوبر میاشتې په ۲مه، ۳مه او ۵مه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې
درې نړیوالې شل اوریزې او دغه راز د همدې میاشتې په ۸مه، ۱۱ او ۱۴مه نېټه د یاد
هېواد د اړوند لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.