افغان لوبډله د پاکستان او سریلانکا پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي
خبرپاڼه

افغان لوبډله د پاکستان او سریلانکا پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي

افغان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي چې د روان ۲۰۲۵ز کال د نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه په راولپنډي کرکټ لوبغالي کې پیل شي او د همدې میاشتې په ۲۹مه به د قذافي په کرکټ لوبغالي کې پای ومومي.

د لوستلو وخت: ~5 دقیقې

 افغان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي چې د روان ۲۰۲۵ز کال د نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه په راولپنډي کرکټ لوبغالي کې پیل شي او د همدې میاشتې په ۲۹مه به د قذافي په کرکټ لوبغالي کې پای ومومي.

  د یادو سیالیو لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه به د نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د راولپنډي په کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ پیل شي چې ورپسې به دویمه هغه د نومبر په ۱۹مه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ ترسره شي، په داسې حال کې چې دریمه شل اوریزه نړیواله لوبه به د نومبر میاشتې په ۲۲مه د پاکستان او سریلانکا ترمنځ په قذافي کرکټ لوبغالي ترسره شي.

 د پاکستان په کوربه توب د یادې شل اوریزې لوبلړۍ څلورمه لوبه به بیا د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلو ترمنځ د همدې میاشتې په ۲۳مه نېټه د لاهور په قذافي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي چې په ترتیب سره به یې نورې لوبې د همدې میاشتې په ۲۵مه او ۲۷مه نېټه په قذافي کرکټ لوبغالي کې د سریلانکا او افغانستان او پاکستان او سریلانکا ترمنځ یو په بل پسې ترسره شي.

 دا په داسې حال کې ده چې د یادې لوبلړۍ وروستۍ او فاینل لوبه به د دوه مخکښو لوبډلو ترمنځ د نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د لاهور پر قذافي کرکټ لوبغالي کې پای مومي.

 د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان په دې تړاو وایي: ((دا د افغان کرکټ لپاره یو ستر زېری دی چې یو په بل پسې له سترو لوبډلو سره سیالۍ ترسره کوي او دا سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې د راتلونکي کال د شل اوریز نړیوال جام لپاره هم د درې واړو هېوادونو لپاره یو بشپړ چمتووالی دی او زه هیله من چې افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې ښه وځلیږي او هېوادوال به مو له یادو سیالیو خوند واخلي.))

 سربېره پر دې نوموړي زیاته کړه، دا هرڅه د غوره اړیکو او روابطو په پایله کې کېږي، دا دی اوسمهال له اسیا جام سیالیو وړاندې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د یاد هېواد په ګډون د افغانستان او پاکستان ترمنځ درې اړخیزې سیالۍ روانې دي او په نومبر میاشت کې به هم افغان لوبډله د پاکستان په کوربه توپ په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون وکړي. 

ټاکل شوې وه چې افغان لوبډله به په راتلونکې نومبر میاشت کې د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکو سفرونو د پروګرام له مخې پاکستان ته د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو په موخه سفر وکړي. خو د دې لپاره چې د راتلونکي ۲۰۲۶م کال نړیوال جام سیالیو لپاره د تمریناتو غوره زمینه برابره شي نو د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو دوه اړخیزه لوبلړۍ په درې اړخیزه لوبلړۍ بدله شوه او سریلانکا د ددریمې لوبډلې په توګه یاده لوبلړۍ کې شامله شوه.

 دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله به په راتلونکي اکټوبر میاشت کې د افغانستان په کوربه توب د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې شل اوریزې او درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

 

ملاتړ کوونکي او همکاران