د ملي لوبډلې لپاره د ډګر ساتنې نوی روزونکی او ډاکټر وګومارل شول
خبرپاڼه

د ملي لوبډلې لپاره د ډګر ساتنې نوی روزونکی او ډاکټر وګومارل شول

کابل: افغانستان کرکټ بورډ د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الرونډر جان موني د افغان اتلانو د ډګرساتنې د نوي روزونکي او دغه راز استرالیایی نیرملان تنابالزینګم د ملي لوبډلې د نوي فیزیوتراپېسټ یا ډاکټر په توګه وګماره. دواړه روزونکي اوسمهال د روان تمریناتي کمپ لپاره لوبډلې سره یو ځای شوي دي او راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره به هم د ملي لوبدلې سره مل وي.

د لوستلو وخت: ~6 دقیقې

جان موني د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې په ګټه ۹۱ نړیوالې سیالۍ ترسره کړې او د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په درې نړیوالو جامونو او دغه راز د شل اوریزو سیالیو په دوو نړیوالو جامونو کې د یاد هېواد په ګټه لوبېدلی دی. سربېره پر دې، نوموړي له انګلستان کرکټ بورډ لخوا د روزنې درې واړه (دریمه، دویمه او لومړۍ درجه) کورسونه په بریالیتوب سره بشپړ کړي دي.

جان موني له دې وړاندې په ۲۰۱۸ – ۲۰۱۹ کلونو کې هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ډګرساتنې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده. د دې ترڅنګ نوموړي په ۲۰۱۹م کال کې د ویسټ انډیز ملي لوبډلې د ډګرساتنې روزونګی هم پاتې شوی دی.

له بلې خوا نیرملان تنابالازینګم خورا پیاوړې تحصیلي او مسلکي مخینه لري. نوموړي په ۲۰۱۰ز کال کې د استرالیا له سیډني پوهنتون څخه د فیزیوتراپۍ په برخه کې د ماسترۍ او په ۲۰۰۸م کال کې له همدې پوهنتون څخه د ورزشي او فزیکي تمریناتو په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړی دی. نوموړی دغه راز د استرالیا د فزیوتراپۍ ادارې او د استرالیا فزیوتراپۍ ټولنې فعال غړی هم دی.

تنابالازینګم له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د کنکورد ورزشي درملو مرکز کې د ارشد فیزیوتراپیست په توګه کار کوي او له ۲۰۲۰ز کال راهیسې د متحده عربي اماراتو په نړیوال شل اوریز لیګ کې د ډیزرټ وایپرز لوبډلې د فیزیوتراپیست په توګه دنده ترسره کوي. نوموړی د ۲۰۱۷ز د مارچ څخه تر ۲۰۱۸ز کال تر جون میاشتې پورې د سریلانکا د کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې او طبي څانګې مشر پاتې شوی دی.

نیرملن د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې له ګڼو ملي او نړیوالو لوبډلو او ورزشي ادارو سره کار کړی دی چې پکې د استرالیا د نیو ساوت ویلز کرکټ اداره، د بنګله دېش غوره لیګ رنګپور رایډرز لوبډله، د کاناډا د غوره لیګ مونتریال ټایګرز لوبډله، د کرکټ نړیوالې شورا غوره لوبډله او دغه راز د بیګ باش سیالیو د سېډني تندرز لوبډله شاملېږي.

د یادونې وړ ده چې افغان اتلان اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان او اماراتو پر وړاندې د درې اړخیزې لوبلړۍ او دغه راز د ۲۰۲۵م کال اسیا جام سیالیو لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه په تمریناتو بوخت دي.

-پای-

ملاتړ کوونکي او همکاران