افغان نوولس کلنه لوبډله د سیالو هندوستان لوبډلو پر وړاندې لوبلړۍ ترسره کوي
خبرپاڼه

افغان نوولس کلنه لوبډله د سیالو هندوستان لوبډلو پر وړاندې لوبلړۍ ترسره کوي

افغان نوولس کلنه لوبډله په راتلونکې نومبر میاشت کې د هندوستان د نوولس کلنو الف او ب لوبډلو پر وړاندې درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوي چې پکې به افغان لوبډله له ټولو اوو لوبو په ټوله کې څلور نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې د نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې د هندوستان په کوربه توب دوام ومومي.

د لوستلو وخت: ~4 دقیقې

 افغان نوولس کلنه لوبډله په راتلونکې نومبر میاشت کې د هندوستان د نوولس کلنو الف او ب لوبډلو پر وړاندې درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوي چې پکې به افغان لوبډله له ټولو اوو لوبو په ټوله کې څلور نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې د نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې د هندوستان په کوربه توب دوام ومومي.

د مهالوېش له مخې به د دغې درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د هندوستان د نوولس کلنو د الف او نوولس کلنو ب لوبډلو ترمنځ د نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه ترسره شي، په داسې حال کې چې دویمه لوبه به یې د همدې میاشتې په ۱۹مه نېټه د افغانستان نوولس کلنو او د هندوستان د نوولس کلنو ب لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

ورپسې به دریمه لوبه هم د افغانستان نوولس کلنو او د هندوستان د نوولس کلنو الف لوبډلو ترمنځ د همدې میاشتې په ۲۱مه نېټه ترسره شي، چې د لوبلړۍ په دوام به څلورمه لوبه د نومبر میاشتې په ۲۳مه نېټه د هندوستان نوولس کلنو د الف او ب لوبډلو ترمنځ وشي چې پنځمه لوبه به یې د نومبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د افغانستان د نوولس کلنو او د هندوستان د نوولس کلنو د ب لوبډلې ترمنځ ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د یادې لوبلړۍ شپږمه لوبه به د نومبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د افغانستان نوولس کلنو او د هندوستان د الف لوبډلو ترمنځ ترسره شي چې د لوبلړۍ وروسته لوبه یا پایلوبه به هم د دوه زیات امتیاز او نمرو لرونکو لوبډلو ترمنځ د همدې میاشتې په ۳۰مه نېټه وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان په دې اړوند وایي: ((د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام راروان دی، د دوی لپاره له پخوا په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د چمتووالي کمپونه ترسره شول، ورپسې د یادو لوبغاړو لپاره د بنګله دېش پر وړاندې سیالۍ تنظیم شوې چې په روانه اکتوبر میاشت کې به پیل او د نومبر تر نهمې نېټې پورې به دوام  ومومي.))

نوموړی زیاتوي: ((دا دی له بنګله دېش وروسته به افغان لوبډله د هندوستان د نوولس کلنو د الف او ب لوبډلو پر وړاندې هم درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کړي چې دا به د دوی په پوره چمتووالي کې غوره رول ادا کړي او زه ډاډمن یم چې زموږ لوبغاړي به په دغو سیالیو کې له ځانه پوره وړتیا وښيي او بریاوې به د افغانستان په نوم کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې افغان نوولس کلنه لوبډله به نن (د اکتوبر ۲۰مه) نېټه د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې د پنځو سیالیو د ترسره کولو په موخه یاد هېواد ته سفر وکړي چې سیالۍ به یې د همدې میاشتې په ۲۸مه نېټه پیل شي او د نومبر تر ۹مې نېټې پورې به د بنګله دېش په دوو ښارونو کې دوام ومومي.

ملاتړ کوونکي او همکاران