د ۲۰۲۷م کال لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د عمومي مالي ملاتړ حقونو د داوطلبۍ خبرتیا
خبرپاڼه
5 دقیقې

د ۲۰۲۷م کال لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د عمومي مالي ملاتړ حقونو د داوطلبۍ خبرتیا

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۷م کال لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د عمومي مالي ملاتړ حقونو د ترلاسه کولو په موخه د عامه داوطلبۍ بهیر پیلوي او له ټولو لېواله او پر شرایطو برابرو شرکتونو او سوداګریزو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې په دې بهیر کې د ګډون لپاره خپل وړاندیزونه له افغانستان کرکټ بورډ سره شریک کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد د مخکښو ورزشي بنسټونو په توګه، معتبرو شرکتونو، مشهورو سوداګریزو نښانونو (برانډونو)، د بازارموندنې ادارو او نورو سوداګریزو بنسټونو ته دا ارزښتناک فرصت برابروي، څو د افغانستان کرکټ له مخ پر ودې سفر سره ملګري شي او خپل سوداګریز نښانونه د افغان کرکټ له مینې، ویاړ او پراخېدونکي شهرت سره وتړي.

د دې عامه داوطلبۍ له لارې، کرکټ بورډ له ټولو وړ او لېواله بنسټونو غواړي چې د عمومي مالي ملاتړ له فرصت څخه په بشپړه توګه ځان خبر کړي او د وړاندیزونو د وړاندې کولو په بهیر کې د وړاندیز غوښتنې سند (RFP) کې د درج شویو شرایطو، مقرراتو او کړنلارو له مخې ګډون وکړي.

لېوال شرکتونه کولای شي د ورکړل شوي لینک له لارې د وړاندیز غوښتنې بشپړ سند ترلاسه کړي. له ټولو احتمالي داوطلبانو غوښتنه کېږي چې یاد سند په غور سره مطالعه کړي او خپل وړاندیزونه د ټاکل شویو شرایطو او غوښتنو په رعایتولو او د ټاکلې مودې په ترڅ کې چمتو او وسپاري.

د نورو معلوماتو او د داوطلبۍ اړوند پوښتنو لپاره، لېوال بنسټونه کولای شي د وړاندیز غوښتنې په سند کې له ورکړل شویو اړیکو څخه ګټه واخلي.

د وړاندیز غوښتنې د سند ترلاسه کولو لېنک: Sponsorship Proposal 2027

د افغانستان کرکټ بورډ د ټولو واجد شرایطو بنسټونو د ګډون هرکلی کوي او هیله لري چې د دې بهیر له لارې د ارزښتناکو سوداګریزو همکاریو زمینه برابره او د افغان کرکټ د لا ودې او پرمختګ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

ملاتړ کوونکي او همکاران