د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د کلني مهالوېش له مخې د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو اتلسم پړاو د روانې نومبر میاشتې په ۲۵مه نېټه پیلېږي او د راتلونکې ډسمبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به د کندهار، خوست او ننګرهار ولایتونو په شپږو بېلابېلو کرکټ لوبغالو کې ترسره شي.
دغه سیالۍ چې په پنځوس اوریزه بڼه ترسره
کېږي، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ۴۰
لوبډلې پکې ګډون لري چې په اتو ګروپونو وېشل شوې دي. هره لوبډله به د ګروپي پړاو
په ترڅ کې څلور لوبې ترسره کړي او د هر ګروپ مخکښه لوبډله به د وزیر محمد اکبر خان
لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته
لاره ومومي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ
مسوول، ښاغلي نظیم جار عبدالرحیمزي، د دغو سیالیو په اړه وویل: ((موږ د تل په څېر هڅه کړې چې کورنی کرکټ لا
پیاوړی، پراخ او پرمختللی کړو. د سږ کال د دویمې درجې ولایتي سیالۍ چې ۴۰ لوبډلو ته پکې د ګډون زمینه برابره شوې، د دې
هڅو یوه ښه بېلګه ده.))
د نوموړي په وینا، د سیالیو له اتو
ګروپونو څخه به یوه-یوه مخکښه لوبډله
د راتلونکو لومړۍ درجې ولایتي سیالیو لپاره لار ومومي. دغه راز به د اتو مخکښو
لوبډلو ترڅنګ څلور نورې لوبډلې هم دغو سیالیو ته ورزیاتې شي چې د فرسټ کلاس سیالیو
او نورو کورنیو سیالیو د مخکینیو کارکردګیو
پر بنسټ به ورته لوبغاړي ټاکل کېږي.
د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه
ولایتي سیالیو د ګډونوالو لوبډلو د ټاکلو بهیر هم د کلبونو په کچه له ترسره شویو
ولایتي سیالیو سره تړلی دی. په دې سیالیو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه هغه
لوبغاړي چې د پام وړ وړتیا او کارکردګي یې ښودلې، د دویمې درجې ولایتي سیالیو ته د
لار موندلو فرصت ترلاسه کوي.
د دې سیالیو غوره او ځلېدونکي لوبغاړي
به د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجې ولایتي سیالیو ته لاره ومومي، چې ټاکل شوې ده د دویمه درجه ولایتي سیالیو په پای کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده
چې د دغو سیالیو له پیل وړاندې له هغو
لوبغاړو څخه چې د کلبونو په کچه یې په ولایتي سیالیو کې د پام وړ وړتیا او
کارکردګي ښودلې وه، په بېلابېلو ولایتونو کې د یو-یو پړاو فزیکي ازموینې هم واخیستل شوې، چې په
پایله کې یې بریالي لوبغاړي د دویمې درجې ولایتي سیالیو لپاره غوره شول.