افغان ابدالیانو هانګ کانګ ته ماتې ورکړه
نړیوال
3 دقیقې

افغان ابدالیانو هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

افغان ابدالیان لوبډلې د ځوانانو اسیا جام سیالیو په ترڅ کې د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پای ته ورساوه.

3 دقیقې

افغان ابدالیان لوبډلې د ځوانانو اسیا جام سیالیو په ترڅ کې د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پای ته ورساوه.

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي یې یوازې په ۶۶ منډو له ډګره بهر کړل. د افغان لوبډلې په ګټه غضنفر ۴، نصیر خان معروف خېل ۳، نوید ځدراڼ او بشیر احمد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان لوبډلې دغه هدف د خپلو درې لوبغاړو په زیان سره په ۱۰.۲ اورونو کې ترلاسه کړ او د ۷ ویکټو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه. د افغان لوبډلې په ګټه دروېش رسولي په ۳۰ بالونو ۵۰* منډې جوړې کړې او په روانه لوبلړۍ کې یې خپله دویمه نیمه سلیزه جوړه کړه.

غضنفر چې په خپلو ۷ اورونو کې د ۱۴ منډو په بدل کې ۴ ویکټې ترلاسه کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغان لوبډلې له دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته وبایلله، خو په خپله دویمه لوبه کې یې د بنګله دېش پر وړاندې د یوې ویکټې په توپیر له ماتې سره مخ شوه او په دې سره په یادو سیالیو کې له مخکې تګ څخه بې برخې شوه او په یادو سیالیو کې یې سفر پای ته ورسېد. 

ملاتړ کوونکي او همکاران