افغانستان د یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د بنګله دېش کوربه توب کوي
خبرپاڼه

افغانستان د یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د بنګله دېش کوربه توب کوي

افغانستان کرکټ بورډ د روان کال په اکټوبر میاشت کې د درې نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. دغه سیالۍ به د راتلونکې اکټوبر میاشتې په دویمه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام ومومي.

د لوستلو وخت: ~16 دقیقې

دغه لوبلړۍ به د دواړو لوبډلو ترمنځ په لومړۍ شل اوریزه لوبه پیل شي چې اکټوبر میاشتې په دویمه نېټه به ترسره شي. د دغې لوبلړۍ دویمه لوبه به د یادې میاشتې په دریمه او وروستۍ شل اوریزه نړیواله لوبه به د همدې میاشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د شل اوریزو نړیوالو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به دواړه لوبډلې ابوظبۍ ته سفر وکړي او د دغه ښار په زاید کرکټ لوبغالي کې به د اکټوبر میاشتې په اتمه نېټه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي. د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دوه نورې لوبې به د یادې میاشتې په ۱۱مه او ۱۴مه نېټه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورد اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ په اړه وویل: ((موږ ویاړو چې د یوې سترې لوبلړۍ لپاره د بنګله دېش د ملي لوبډلې کوربه توب کوو. دا ګام د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره د لا ډېرو سیالیو د برابرولو او د غوره کرکټ د وړاندې کولو په برخه کې زموږ د پرلپسې هڅو او ژمنتیا څرګندونه کوي. د کرکټ ټول مینه وال کولی شي د دوه پیاوړو لوبډلو ترمنځ د دې زړه راښکونکو سیالیو خوند واخلي.))

د یادونې وړ ده چې دواړه لوبډلې د روان کال اسیا جام سیالیو کې هم ګډون لري چې د یادو سیالیو په دویم ګروپ کې به هم د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د سیالیو مهالوېش:

نېټه

لوبه

لوبغالی

د اکټوبر دویمه نېټه

لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه

شارجه کرکټ لوبغالی

د اکټوبر دریمه نېټه

دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه

شارجه کرکټ لوبغالی

د اکټوبر پنځمه نېټه

دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه

شارجه کرکټ لوبغالی

د اکټوبر اتمه نېټه

لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه

زاید کرکټ لوبغالی

د اکټوبر ۱۱مه نېټه

دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه

زاید کرکټ لوبغالی

د اکټوبر ۱۴مه نېټه

دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه

زاید کرکټ لوبغالی

پای

ملاتړ کوونکي او همکاران