اي سي بي ایلېون، ننګرهار، کابل الف او لوګر لوبډلو بریاوي خپلې کړې!
کورني
7 دقیقې

اي سي بي ایلېون، ننګرهار، کابل الف او لوګر لوبډلو بریاوي خپلې کړې!

د وزیرمحمد اکبر خان لومړۍ لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په لړ کې نن هم څلور لوبې ترسره شوې. د یادو لوبو په لړ کې د کندهار کرکټ لوبغالي کې ننګرهار د ۳۷ منډو په توپیر د کندهار الف، د کندهار قریشي لوبغالي کې لوګر په ۵ ویکټو د ډومیسټیک ایلېون-۲، د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې کابل الف د ۳۱ منډو په توپیر د پکتیکا او د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې اي سي بي ایلېون د ۳۴ منډو په توپیر د خوست لوبډلې له ماتې سره مخ کړې.

7 دقیقې

د وزیرمحمد اکبر خان لومړۍ لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په لړ کې نن هم څلور لوبې ترسره شوې. د یادو لوبو په لړ کې د کندهار کرکټ لوبغالي کې ننګرهار د ۳۷ منډو په توپیر د کندهار الف، د کندهار قریشي لوبغالي کې لوګر په ۵ ویکټو د ډومیسټیک ایلېون-۲، د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې کابل الف د ۳۱ منډو په توپیر د پکتیکا او د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې اي سي بي ایلېون د ۳۴ منډو په توپیر د خوست لوبډلې له ماتې سره مخ کړې.

په کندهار کرکټ لوبغالي کې د ننګرهار او کندهار الف لوبډلو تر منځ لوبه کې لومړی ننګرهار لوبډلې توپوهنه وکړه او د ۱۶۶ منډو هدف یې وټاکه. د دوی په توپوهنه کې اکبر موسی زي ۵۹ او یاسین خان ۲۸ منډې جوړې کړې. بلخوا د کندهار په ګټه سمیع سرمست ۳ او عثمان ابدال ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د ننګرهار لوبډلې د هدف په ځواب کې کندهار الف لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۲۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله. د یادې لوبډلې په ګټه نعمان شاه ۳۷، عمران مزاري ۳۵ او محمد ادریس ۳۲ منډې جوړې کړې. بلخوا د ننګرهار لوبډلې توپ اچونه کې اقدام الحق او ظاهر شېرزاد هر یوه ۳ او ابراهیم خروټي ۲ ویکټې ترلاسه کړې. د ویلو ده، چې یاده لوبه کې د ننګرهار لوبډلې توپ اچوونکي ظاهر شېرزاد هټریک هم ترسره کړ.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د ننګرهار لوبډلې توپوهونکي اکبر موسی زي ته ورکړل شوه.

د کندهار قریشي لوبغالي کې د لوګر او ډومیسټيک ایلېون-۲ لوبډلو تر منځ لوبه کې بیا لوګر بریا خپله کړه. یاده لوبه کې لومړی ډومیسټیک ایلېون لوبډلې د ۱۳۷ منډو هدف وټاکه. د دوی توپوهنه کې ظفر الوزي ۴۳ او سهراب امیري ۲۲ منډې جوړې کړې. بلخوا د لوګر لوبډلې په ګټه رشید ځاځي، حقمل اریا او محمدالله هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د ډومیسټیک ایلېون-۲ لوبډلې هدف لوګر لوبډلې د لوبې په ۱۹م اور کې ترلاسه کړی. د یادې لوبډلې لپاره صابر حنیف ۴۶، سهیل خان ۲۹ او یوسف خان ۲۷ منډې جوړې کړې. د ډومیسټیک ایلېون-۲ په ګټه نعمت الله سهاک ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوګر لوبډلې لوبغاړی حقمل اریا د ۱۶ منډو او ۲ ویکټو په ترلاسه کولو د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د ننګرهار په نجیب الله تره کي لوبغالي کې بیا اي سي بي ایلېون د ۳۴ منډو په توپیر خوست ته ماتې ورکړه. دغه لوبه کې لومړی اي سي بي ایلېون لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د سهیل مومند ۴۸، راحت اندړ ۴۴ او صدیق باچا ۳۹ منډو پر مټ د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه. د خوست په ګټه یونس ځدراڼ ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د اي سي بي ایلېون لوبډلې د هدف ځواب کې خوست لوبډلې د ټولو ویکټو  په تاوان ۱۲۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلل. د دوی توپوهنه کې یونس ځدراڼ ۲۵ او رشید ستانکزي ۲۳ منډې ترسره کړې. د اي سي بي ایلېون په توپ اچونه کې شریف الله ریاض، فرهاد علي او رحمت الله ۳-۳ ویکټې په خپل نوم کړې.

د اي سي بي ایلېون لوبډلې توپ اچوونکی شریف الله ریاض په ۳ ویکټو د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې کابل الف په ۳۱ منډو پکتیکا لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده لوبه کې لومړی کابل الف لوبډلې د محمد هارون د ۷۶، حمید هوتک ۵۳ او سمیع مموزي ۴۲ منډو پر مټ د ۱۹۵ منډو لوی هدف وټاکه. د پکتیکا په ګټه یوازې محیب الله زرمتي، عنایت الله او محمد عالم ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د کابل الف د هدف په ځواب کې پکتیکا لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۶۳ منډې ترسره کړې او لوبه یې وبایلله. د یادې لوبډلې لپاره زبیح الله ۴۱، کرامت الله ۳۰ او عبدالمجید ۲۹ منډې ترسره کړې. د کابل الف لوبډلې توپ اچونه کې زاهد افغان ۳، مسلم موسی او جلال ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د کابل الف لوبډلې پیلیز توپوهونکی محمد هارن په ۷۶ منډو جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزه سیالیو په دوام به سبا ۱۱:۰۰ بجې د کندهار کرکټ لوبغالي کې ډومیسټیک ایلېون-۲ د کندهار الف، د کندهار قریشي لوبغالي کې لوګر د چېرمېن ایلېون، د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې خوست د ډومیسټیک ایلېون او د ننګرهار نجیب الله تره کي لوبغالي کې اي سي بي ایلېون د ننګرهار-ب لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. 

 

ملاتړ کوونکي او همکاران