د امو او بست، بندامیر او مس عینک لوبې بې پایلې شوې!

د امو او بست، بندامیر او مس عینک لوبې بې پایلې شوې!

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له مهالوېش سره سم د اي انډ میرویس نیکه درې ورځنۍ سوپر کولا سیالۍ چې په هلمند او کندهار ولایتونو کې پیل شوي دي، لومړۍ او دویمه لوبه یې پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدې. د یادو سیالیو لومړۍ لوبه چې په کندهار کرکټ لوبغالي کې د امو او بست لوبډلو تر منځ پیل شوې وه، نن پر وروستۍ ورځ بې پایلې شوه. همدا راز د هلمند په کرکټ لوبغالي کې بیا د بندامیر او مس عینک لوبډلو سیالۍ له نتیجې پرته ختمه شوه.

6 دقیقې

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له مهالوېش سره سم د اي انډ میرویس نیکه درې ورځنۍ سوپر کولا سیالۍ چې په هلمند او کندهار ولایتونو کې پیل شوي دي، لومړۍ او دویمه لوبه یې پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدې. د یادو سیالیو لومړۍ لوبه چې په کندهار کرکټ لوبغالي کې د امو او بست لوبډلو تر منځ پیل شوې وه، نن پر وروستۍ ورځ بې پایلې شوه. همدا راز د هلمند په کرکټ لوبغالي کې بیا د بندامیر او مس عینک لوبډلو سیالۍ له نتیجې پرته ختمه شوه.

د امو او بست زونونو تر منځ د روانو میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه چې د یکشنبې پر ورځ پیل شوه، ډېره برخه یې د باران ښکار شوه او نن یې پر وروستۍ ورځ هم پایله نه درلوده.

په دغه لوبه کې بست لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دوی د لوبې پر لومړۍ ورځ یوازې ۱۹۰ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه. د بست په توپوهنه کې زیت الله شاهین ۵۰ او بلال احمد ترین ۴۱ زیاتې منډې جوړې کړې. بلخوا د امو زون لوبډلې په توپ اچوونکو کې سلام خان ښه وځلېده او ۵ لوبغاړي یې د لوبې له ډګره بهر کړل. د امو لپاره همدا راز روح الله عرب ۳ او مجبور خروټي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د بست لوبډلې د ۱۹۰ منډو په تعقیب کې امو لوبډلې ښکلې توپوهنه ترسره کړه او د ۲۵۹ منډو په جوړولو یې د ۶۹ منډو مخکیوالی ومونده. د امو لوبډلې په توپوهونکو کې جاوید احمدزي تر نورو زیاتې ۹۲ منډې جوړې کړې. دغه ډول په نورو توپوهونو کې اعجاز احمد ۴۵ او عثمان یونس ۲۸ منډې جوړې کړې. د بست لوبډلې توپ اچوونکو کې نصرت نورستاني او جلال ستانکزي هر یوه ۳ او زیت الله شاهین ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

یاده سیالۍ چې ډېره برخه یې د باران ښکار شوه، یوازې دوه پاڼۍ یې ترسره شوې او دغه لوبه بې پایلې ختمه شوه. د لوبې په وروستیو کې د امو لوبډلې چټک توپ اچوونکی سلام خان د ۵ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د مس عینک او بندامیر زونونو تر منځ لوبه که څه هم د خرابې هوا له امله ځینې اورونه ونه لوبول شوه، خو تر وروستیو لوبغاړو پکې ښه کارګردګي ترسره کړه. دغه لوبه کې بندامیر د لوبې پچه وګتله او لومړی یې توپوهنه وکړه.

بندامیر لوبډلې لومړی په ۹۰ اورونو کې د ۵ ویکټو په تاوان سره ۲۹۰ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې توپوهنه کې عثمان سادات ۹۰، محمد ریاض ۷۶ او عزت نور ۶۵ منډې ترسره کړې. بلخوا د مس عینک لوبډلې توپ اچوونکو کې نسیم منګل او شفیع الله یو یو ویکټ په خپل نوم کړه.

د بندامیر لوبډلې د ۲۹۰ منډو په تعقیب کې مس عینک لوبډلې ښکلې توپوهنه ترسره کړه او د ۳۷۶ منډو په جوړولو یې ۸۶ منډې مخکیوالی ترلاسه کړی. د دوی توپوهونکو کې ایمل شاهین د دغه لوبو لومړنۍ سلیزې په جوړولو ۱۰۶، اصغر اتل ۶۶، مبین بختیار ۵۵ او یونس ځدراڼ ۵۴ منډې جوړې کړې. دغه راز د بندامیر لوبډلې توپ اچونه کې سیداحمد شېرزاد او نصیر خان هر یوه ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

بندامیر لوبډلې په خپله دویمه پاڼۍ کې د ۵ ویکټو په تاوان سره ۲۸۰ منډې جوړې کړې او لوبه د دریمې ورځي په خلاصېدو پرته له پایلې ختمه اعلان شوه. د بندامیر توپوهنه کې خالد احمدزي ۷۹، محمد ریاض ۶۰، عثمان خان ۵۵ او سهیل خان ۴۲ منډې جوړې کړې. د مس عینک زون لوبډلې په توپ اچونه کې یونس ځدراڼ ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې په وروستیو کې د مس عینک زون لوبډلې توپوهونکی ایمل شاهین د ۱۰۶ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده، چې د اي انډ وړاندې کوونکې میرویس نیکه درې ورځنیو سوپر کولا سیالیو په لړ کې به د پنجشبې پر ورځ په هلمند کرکټ لوبغالي کې امو زون د مس عینک زون او د کندهار کرکټ لوبغالي کې به بست زون د سپین غر زون پر وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي.

 

ملاتړ کوونکي او همکاران