مس عینک او بندامیر لوبډلو بریاوي خپلې کړې!
کورني
7 دقیقې

مس عینک او بندامیر لوبډلو بریاوي خپلې کړې!

د اي انډ وړاندې کوونکې میرویس نیکه درې ورځنۍ سوپر کولا سیالۍ چې د هېواد د پنځو زونونو پیاوړو لوبډلو تر منځ پیل شوې دي، په پنځمه او شپږمه لوبه کې یې مس عینک او بندامیر لوبډلو بریاوي ترلاسه کړې. دغه لوبې چې د روانې اپرېل میاشتې تر ۲۳مې نېټې دوام کوي، مس عینک زون لوبډلې پکې د ۵ ویکټو په توپیر د بست زون لوبډلې ته او بندمیر زون لوبډلې د ۸ ویکټو په توپیر د سپین غر زون لوبډلو ته ماتې ورکړې.

7 دقیقې

د اي انډ وړاندې کوونکې میرویس نیکه درې ورځنۍ سوپر کولا سیالۍ چې د هېواد د پنځو زونونو پیاوړو لوبډلو تر منځ پیل شوې دي، په پنځمه او شپږمه لوبه کې یې مس عینک او بندامیر لوبډلو بریاوي ترلاسه کړې. دغه لوبې چې د روانې اپرېل میاشتې تر ۲۳مې نېټې دوام کوي، مس عینک زون لوبډلې پکې د ۵ ویکټو په توپیر د بست زون لوبډلې ته او بندمیر زون لوبډلې د ۸ ویکټو په توپیر د سپین غر زون لوبډلو ته ماتې ورکړې.

د مس عینک او بست لوبډلو تر منځ د اي انډ وړاندې کوونکې میرویس نیکه درې ورځنۍ سوپر کولا سیالیو پنځه لوبه چې د کندهار کرکټ لوبغالي کې د دوشنبې پر ورځ پیل شوه، لومړی پکې بست لوبډلې توپوهنه وکړه او ټولې یې ۳۷۸ منډې جوړې کړې. د دوی په ګټه سبحان زاخېل ۱۰۲، عزیزالله میاخېل ۷۱، نعمان شاه ۶۹، صابر ګربز ۴۸ او علي احمد ۴۱ منډې جوړې کړې. بلخوا د مس عینک په ګټه محمدالله لوګري ۴، یونس ځدراڼ او اصغر اتل هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د بست لوبډلې د ۳۷۸ منډو ځواب کې مس عینک لوبډلې ټولې ۳۷۶ منډې جوړې کړې، چې په پایله کې بست لوبډلې ۲ منډې مخکیوالی ترلاسه کړی. د مس عینک په ګټه نصیرالله ۹۷، اصغر اتل ۸۰، یونس ځدراڼ ۵۶ او مبین بختیار ۳۸ منډې ترسره کړې. دغه راز د بست لوبډلې توپ اچوونکو کې جلال ستانکزي او نبي میاخېل ۳-۳ او فهیم قاسمي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې په دریمې پاڼۍ کې بست زون لوبډلې د خپلو ټولو ویکټو په تاوان ۱۲۱ منډې جوړې کړې او د ۱۲۴ منډو هدف یې وټاکه. د دوی لپاره سبحان زاخېل ۴۱ او نصرت نورستاني ۳۹ منډې ترلاسه کړې. د مس عینک لوبډلې په ګټه محمدالله لوګري په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ۹ ویکټې یې په خپل نوم کړې. نوموړي ۱۵ اورونه ترسره کړه او د ۱۶ منډو بدل کې یې ۹ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د بست زون لوبډلې د ۱۲۴ منډو هدف مس عینک زون لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د ۵ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د مس عینک توپوهنه کې اصغر اتل ۳۹ او سیف ننګیال ۳۷ منډې جوړې کړې. دغه راز د بست لوبډلې لپاره نصرت نورستاني ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې په وروستیو کې د مس عینک لوبډلې ورو توپ اچوونکی محمدالله لوګری په دواړو پاڼیو کې د ۱۳ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د سپین غر او بندامیر زونونو تر منځ لوبه چې په هلمند کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پر لومړۍ ورځ بندامیر د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه. سپین غر زون لوبډلې خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۲۶۹ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې په ګټه ارشادالدین ساپي تر نورو زیاتې ۱۳۳ منډې جوړې کړې. بلخوا د بندامیر لوبډلې توپ اچونه کې سیداحمد شېرزاد او مسلم موسی ۳-۳ او نصیر خان ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د سپین غر لوبډلې د ۲۶۹ منډو په ځواب کې بندامیر لوبډلې د ۶ ویکټو په تاوان ۳۳۶ منډې جوړې کړې او د ۶۷ منډو مخکیوالي په ترلاسه کولو یې بیرته یې خپلې سیالې لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د بندامیر لوبډلې توپوهنه کې خالد احمدزي ۱۴۲ ناسوځېدلي، محمد ریاض ۱۱۸ او عثمان سادات ۳۷ منډې جوړې کړې. د سپین غر لوبډلې توپ اچوونکو کې اکرام مومند او حیات نوري ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د لوبې په دریمې پاڼۍ کې سپین غر زون لوبډلې یوازې ۱۸۸ منډې جوړې کړې او د بندامیر زون لوبډلې د پور خلاصولو وروسته یې د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه. د دوی لپاره په توپوهنه کې یوځلي بیا ارشادالدین ساپي ښه توپوهنه وکړه او ۷۱ منډې یې جوړې کړې. د بندامیر توپ اچونه کې بیا لوبډلمشر نصیر خان ۴، مسلم موسی او سیداحمد شېرزاد ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د سپین غر لوبډلې د ۱۲۲ منډو هدف بندامیر لوبډلې د لوبې په ۳۰م اور کې د ۲ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د بندامیر لوبډلې توپوهنه کې خالد احمدزي ۶۱ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې. بلخوا د سپین غر په ګټه نظیف الله امیري ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې په وروستیو کې د بندامیر لوبډلې پیلیز توپوهونکی خالد احمدزی د ۱۴۲ او ۶۱ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده، چې د اي انډ وړاندې کوونکې میرویس نیکه درې ورځنۍ سوپر کولا سیالیو په لړ کې به د جمعې پر ورځ امو زون د سپین غر زون پر وړاندې په کندهار کرکټ لوبغالي کې او بندامیر زون د بست زون پر وړاندې په هلمند کرکټ لوبغالي کې د لوبو ډګر ته ووځي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران