د سوپر کولا وړاندې کوونکې، ام حواله جام اتم پړاو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنۍ لوبې چې په ننګرهار ولایت کې پیل شوي وې، د میوند اتلان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. میوند اتلانو په پایلوبه کې د لوبډلمشر یمین احمدزي او ځوان بشیر احمد افغان د غوره او په زړه پورې توپ اچونې پر مټ د ماهیپر ستوري لوبډلې ته د ۹ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه. د سوپر کولا وړاندې کوونکې، ام حواله جام احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس لوبې د افغانستان د کورني کرکټ سترې سیالۍ دې چې هر کال د ملي، ملي الف او د کورني کرکټ د ستورو لوبغاړو تر منځ ترسره کیږي.
د سوپر کولا وړاندې کوونکې، ام حواله جام احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اتم پړاو لوبې چې د مې میاشتې پر ۵مه د ننګرهار په دوه لوبغالو کې پیل شوي وې، نن یې په پایلوبه کې میوند اتلان لوبډلې د ماهیپر ستورو ته ماتې ورکړه. په دغه لوبو کې پامیر لیجنډز، میوند اتلان، ماهیپر ستوري او هندوکش سټرایکرز لوبډلو ګډون درلود چې پایلوبې ته یې د ماهیپر ستورو او میوند اتلانو د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو لار وموندله.
د ماهیپر ستوري او میوند اتلان لوبډلو تر منځ د سوپر کولا وړاندې کوونکې، ام حواله جام احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اتم پړاو پایلوبه چې تېره ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیل شوه، میوند اتلان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
ماهیپر ستوري لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د میوند اتلان لوبډلې د چټکې توپ اچونې ځواب نه درلود او یوازې په ۱۳۵ منډو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه. د دوی په توپوهنه کې افسر ځاځي ۴۴ او ذبید اکبري ۲۷ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې. بلخوا د میوند اتلان لوبډلې په توپ اچونه کې ځوان بشیراحمد افغان د ۳۷ منډو بدل کې ۵، یمین احمدزي د ۴۷ منډو بدل کې ۳ او خلیل احمد د ۴۲ منډو بدل کې ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د لوبې په دویمې پاڼۍ کې که څه هم د میوند اتلان لوبډلې ته په مډل ارډر کې بهیرشاه محبوب او شوکت زمان په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه خو نورو توپوهونکو یې تر ډېره ملګرتیا جوړه نکړه او ۲۲۱ منډو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۸۶ منډو مخکیوالی یې ترلاسه کړی. د اتلانو په ګټه بهیرشاه محبوب ۹۰، شوکت زمان ۶۵ او محمد هارون ۳۸ منډې جوړې کړې. د ستورو په توپ اچوونکو کې نسیم منګل او خلیل ګربز هر یوه ۴ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
ماهیپر لوبډلې د خپلې توپوهنې دویمې پاڼۍ کې هم د میوند لوبډلې د توپ اچوونکو پر وړاندې مقاومت ونشو کړای او ۹۷ منډو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه چې یوازې د ۱۲ منډو هدف یې وټاکه. دوی ته ریاض حسن تر نورو زیاتې ۳۸ منډې جوړې کړې. د میوند اتلان لوبډلې په توپ اچونه کې یمین احمدزي د ۱۶ منډو بدل کې ۴، بشیراحمد افغان د ۴۷ منډو بدل کې ۳ او ظاهر خان پکتین د ۲ منډو بدل کې ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د ماهیپر ستوري لوبډلې د ۱۲ منډو هدف میوند اتلان لوبډلې د لوبې په ۵ توپونو د یوې ویکټې په تاوان ترلاسه کړی او د سوپر کولا وړاندې کوونکې، ام حواله جام احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو د اتم پړاو اتلولي یې په خپل نوم ثبت کړه.
د پایلوبې په مراسمو کې د میوند اتلان لوبډلې لوبډلمشر یمین احمدزی ۷ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. همدا راز د ماهیپر ستوري لوبډلې الراونډر شرف الدین اشرف په دغه لوبو کې د ۳۶ ویکټو او ۲۶۲ منډو په ترلاسه کولو د غوره توپ اچوونکې او د یادو لوبو د تر ټولو غوره لوبغاړي او شاهدالله کمال بیا د ۵۴۱ منډو په جوړولو د مخکښ توپوهونکي جایزې ترلاسه کړې. د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ځوان لوبغاړی نور الرحمن چې ۳۳۶ منډې یې جوړې کړې، د لوبو ځوان لوبغاړی ونومول شو.
د سوپر کولا وړاندې کوونکې، ام حواله جام احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اتم پړاو لوبو کې شاهدالله کمال په ۵۴۱، حشمت الله شهیدي په ۴۹۵، رحمن الله ځدراڼ په ۴۷۶، افسر ځاځی په ۴۷۴ او دروېش رسولي په ۴۴۱ منډو مخکښ توپوهونکي وه. همدا راز د توپ اچونې په برخه کې شرف الدین اشرف په ۳۶، یمین احمدزی په ۲۶، ضیاء الرحمن اکبر په ۲۵، بشیر احمد افغان په ۲۵ او خلیل ګربز په ۲۳ ویکټو غوره توپ اچوونکي وه.