د پامیر لیجینډز او ماهیپر ستورو ترمنځ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده
د لوبې راپورونه

د پامیر لیجینډز او ماهیپر ستورو ترمنځ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده

د سوپرکولا وړاندې کوونکو، ام حواله جام احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو ۱۲مه لوبه چې د پامیر لیجینډز او ماهیپر ستوري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، بېا پایلې پای ته ورسېده.

د لوستلو وخت: ~4 دقیقې

د سوپرکولا وړاندې کوونکو، ام حواله جام احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو ۱۲مه لوبه چې د پامیر لیجینډز او ماهیپر ستوري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، بېا پایلې پای ته ورسېده.

د دغې لوبې پچه د ماهیپر ستوري لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. ماهیپر ستوري لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۴۳۴ منډې جوړې کړې. د دغې لوبډلې په ګټه لوبډلمشر افسر ځاځي بهترینه توپوهنه وکړه او په ۲۰۲ منډې یې جوړې کړې. د نوموړي ترڅنګ الله نور ناصري او عبدالهادي هر یوه ۶۵ او عبدالرحمن ۳۷ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د پامیر لیجینډز لوبډلې په ګټه قیس احمد ۴، محمد سلیم ساپي او ننګیال خروټي ۲-۲، بلال سمیع او فرید احمد ملک یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پامیر لیجینډز لوبډلې د ماهیپر ستورو د لومړۍ پاڼۍ د ۴۳۴ منډو په ځواب کې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۳۰۸ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې د ۱۲۶ منډو مخکېوالی خپل کړ. د پامیر لیجینډز لوبډلې په ګټه لوبډلمشر عبدالمالک ۱۳۴ منډې جوړې کړې. د نوموړي ترڅنګ عمران میر ۵۵، قیس احمد ۳۲ او ننګیال خروټي ۲۷ منډې جوړې کړې. دغه راز د سیالې لوبډلې لپاره شرف الدین اشرف ۵، عرب ګل ۳ او نصیر خان ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

ماهیپر ستوري لوبډلې د پامیر لیجینډز لوبډلې پر وړاندې د روانې لوبې په دریمه پاڼۍ کې ښه توپوهنه ونکړه او د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره یې یوازې ۸۹ منډې جوړې کړې، چې د لومړۍ پاڼۍ د ۱۲۶ مندو مخکېوالي پرمټ یې سیالې پامیر لیجینډز لوبډلې ته د ۲۱۶ منډو هدف وټاکه. 

د ماهیپر ستورو لپاره ریاض حسن ۳۹ او الله نور ناصري له نورو ډېرې ۱۹ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د پامیر لوبډلې په ګټه قیس احمد او ننګیال خروټي ډېره توپ اچونه وکړه او دواړو ۴-۴ ویکټې ترلاسه کړې. د دوی ترڅنګ فرید احمد ملک او محمد سلیم ساپي هم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پامیر لیجینډز لوبډلې د دغه هدف په ځواب کې غوره پی وکړ او د رحمت شاه زرمتي د نیمه سلیزې (۵۰* منډو) پرمټ یې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۴۷ منډې جوړې کړې وې چې پاتې لوبه د هوا د خرابوالي له امله ترسره نشوه او دغه لوبه ۍبه وروستۍ ورځ بې پایلې پای ته ورسېده. 
 
د ماهیپر ستوري لوبډلې تکړه توپوهونکی او لوبډلمشر افسر خان ځاځې چې په دغه لوبه کې یې غبرګه سلیزه جوړه کړې وه، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

په دې سره په روانو سیالیو کې د پامیر لییجینډز لوبډلې سفر پای ته ورسېد. د یادونې وړ ده چې د سوپرکولا وړاندې کوونکو، ام حواله جام احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پایلوبه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د میوند اتلان او ماهیپر ستوري لوبډلې ترمنځ د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران