د سوپر کولا وړاندې کوونکو، ام حواله جام احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس لوبو په ۱۱مه لوبه کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته میوند اتلان لوبډلې ته د ۲۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.
د میوند او هندوکش تر منځ د
دغه لوبې پچه هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه
وکړه. دوی د نور الرحمن د ۳۴
ناسوځیدلو او حسن عیسی خېل ۳۳
منډو پرمټ په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۲۷
منډې جوړې کړې. له بلې خوا د میوند اتلانو په ګټه بشیر احمد افغان ۶ او عبدالله احمدزي ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
میوند اتلانو په ځوابي توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په تاوان ۲۳۶ منډې ترسره کړې او د هندوکش پر وړاندې
یې د ۱۰۹ منډو مخکېوالی ترلاسه کړ. د دوی په
توپوهنه کې محمد اسحاق ۴۰،
ظاهر خان ۳۹ او یامین احمدزي ۳۶ منډې جوړې کړې. د هندوکش لپاره په توپ اچوونکو کې محب الله زرمتي او
ضیاءالرحمن شریفي ۳-۳
او امان الله کونړي او عقیل خان ۲-۲
ویکټې ترلاسه کړې.
د لوبې په دریمې پاڼۍ کې
هندوکش سټرایکرز د شمس الرحمن د ۱۷۱
ناسوځیدلو او نور الرحمن د ۱۱۸
منډو پر مټ ۴۴۲ منډې ترسره کړې او میوند اتلانو ته یې
د ۳۳۴ منډو هدف وټاکه. د میوند اتلانو په توپ
اچونه کې بیا یامین احمدزي ۵
او عبدالله احمدزي ۲ ویکټې
ترلاسه کړې.
میوند اتلانو د لوبې په وروستۍ پاڼۍ کې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ۳۳۴ منډو هدف په ځواب کې د خپلو ټولو
لوبغاړو په زیان سره ۹۶
منډې جوړې کړې او د ۲۳۷
منډو په توپیر یې ستره ماتې وخوړه. د دغې لوبډلې په ګټه بهیر شاه محبوب ۳۲ او کمال خان ۲۴ تر نورو زیاتې منډې ترسره کړې. بلخوا د هندوکش سټرایکرز په ګټه محب
الله زرمتي ۴، امان الله کونړي ۳، عقیل خان ۲ او ضیاء شریفي یوه ویکټ په خپل نوم کړه. شمس الرحمن د ۱۷۱ ناسوځیدولو منډو په جوړولو سره د لوبې
غوره لوبغاړی ونومول شو.
میوند اتلان لوبډله که څه هم په دغه لوبه کې له ماتې سره مخ شوه خو
په یادو سیالیو کې یې د تېرو غوره لوبو او ډېرو بریاو پرمټ له نورو ډېرې نمرې
ترلاسه کړې دي او د سوپر کولا وړاندې کوونکو، ام حواله جام احمدشاه ابدالي فرسټ
کلاس لوبو پایلوبې ته یې لاره موندلې ده، چې د جون پر ۱۸مه نېټه، د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به په غازي امان الله خان
لوبغالي کې د سیالې ماهیپر ستورو لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.