د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې پرمټ متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.
د دغې لوبې پچه
افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. متحده عربي اماراتو د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۹ لوبغاړو
په زیان سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۶۱ منډو
هدف وټاکه. د افغان اتلانو په ګټه عظمت الله عمرزي ۴، مجیب
الرحمن ۲ او راشد خان یوه ویکټ ترلاسه کړه.
افغان لوبډلمشر او د نړیوال کرکټ ځلانده ستوري
راشد خان نن یو بل ستر تاریخ هم جوړ کړ. نوموړي په شل اوریزو سیالیو کې خپله ۷۰۰مه ویکټ
ترلاسه کړه او په دې سره د کرکټ د نړۍ په تاریخ کې لومړنی توپ اچونکی شو چې دغه
ستره نړیواله کارنامه او ځان او د افغانستان په نوم ثبتوي.
راشد خان دغه ستره کارنامه په خپله ۵۱۸مه شل
اوریزه لوبه کې بشپړه کړه او د ۶.۵۹ په بهترینې ایکانومۍ او دغه راز د ۱۸.۵۰ په خورا
عالي اوسط سره خپلې ۷۰۰ ویکټې بشپړې کړې. د نوموړي ترڅنګ عظمت الله عمرزي هم په
شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ۵۰ ویکټې بشپړې کړې.
افغان لوبډلې د دغه هدف په ځواب کې خپل لومړی
لوبغاړی رحمن الله ګربز ډېر ژر له لاسه ورکړ، او یوازې درې اورونه وروسته یې
ګلبدین نایب هم له لاسه ورکړ خو ابراهیم ځدراڼ لومړی له صدیق الله اتل او بیا له
دروېش رسولي سره غوره ملګرتیا وکړه او افغان لوبډله یې له ستونزمن حالت وویستله.
ابراهیم ځدراڼ په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې
خپله ۱۵مه نیمه سلیزه جوړه کړه او ۵۳ منډې یې جوړې کړې. دغه راز دروېش رسولي ۳۳
منډې جوړې کړې او عظمت الله عمرزي له خپلې غوره توپ اچونې وروسته بهترینه او ګټوره
توپوهنه هم وکړه او په ۲۱ توپونو یې ۴۰ منډې جوړې کړې، چې پرمټ یې افغان اتلانو
یاد هدف ترلاسه او د روان کال په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې یې خپله لومړۍ
بریا ثبت کړه.
عظمت الله عمرزی د خپلې هر اړخیزې لوبې پرمټ، چې
۴ ویکټې او ۴۰ ناسوځېدلې منډې پکې شاملې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغان لوبډله به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د
یادو سیالیو په ګروپي پړاو کې د خپلې وروستۍ لوبې په موخه د کاناډا ملي لوبډلې پر
وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.