د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له کلني پلان سره سم نهم پړاو اي انډ جام - احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالۍ پیلېږي. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۲۹مه نېټه پیل شي چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر اتمې نېټې پورې به په خوست او ننګرهار ولایتونو کې دوام ومومي.
په یادو سیالیو کې څلور بېلابېلې
لوبډلې، ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجېنډز او هندوکش سټرایکرز، ګډون لري
چې په لومړۍ لوبه کې به یې دفاعي اتله میوند اتلان لوبډله د اګست
میاشتې په ۲۹مه نېټه د ماهیپر ستوري لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې
ګډون کوونکې لوبډلې له یو بل سره دوه
ځلې مخامخ شي، هره لوبډله به ۶
لوبې ترسره کړي چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د اکټوبر میاشتې په څلورمه نېټه پیلېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي.
په نهم پړاو اي انډ جام - احمد شاه
ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو
کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ ګڼ شمېر نوموتي او د
غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي ولوبېږي.
په دغو سیالیو په
لومړیو دوه لوبو کې به د افغان ابدالیان لوبډلې لوبغاړي هم ولوبېږي چې له هغه
وروسته به یاد لوبغاړي د ۲۰۲۶م کال اسیايي سیالیو کې د ګدون په موخه جاپان ته سفر وکړي
او پرځای به یې د کورني کرکټ یو شمېر نور ځوان لوبغاړي ولوبېږي، چې د خپلو ملي لوبغاړو ترڅنګ به په دغو سیالیو
کې ولوبېږي.
احمد شاه
ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ
د کورني کرکټ په جوړښت کې له
خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د اوږدې بڼې د ودې په برخه کې ستر رول لوبوي.