د افغانستان شل اوریز غوره لیګ درې لوبډلې وپلورل شوې او جام یې نندارې ته وړاندې شو
خبرپاڼه
11 دقیقې

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ درې لوبډلې وپلورل شوې او جام یې نندارې ته وړاندې شو

د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه په شتون کې نن د افغانستان شل اوریز غوره لیګ درې لوبډلې وپلورل شوې او له اړوند مالکینو سره یې هوکړه لیکونه لاسلیک شول چې سربېره پر دې پکې د یادو سیالیو جام (کوه ظفر) هم نندارې ته وړاندې شو چې د پاتو دوو نورو لوبډلو د غوراوي لړۍ به هم ډېر ژر نهایي شي.

11 دقیقې

د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه په شتون کې نن د افغانستان شل اوریز غوره لیګ درې لوبډلې وپلورل شوې او له اړوند مالکینو سره یې هوکړه لیکونه لاسلیک شول چې سربېره پر دې پکې د یادو سیالیو جام (کوه ظفر) هم نندارې ته وړاندې شو چې د پاتو دوو نورو لوبډلو د غوراوي لړۍ به هم ډېر ژر نهایي شي.

هېره دې نه وي چې سربېره پر دې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (APLT20) د لوبډلو د پلور په مراسمو کې د یاد لیګ د تنظیم شورا غړو، د لوبډلو مالکینو او نورو اړوند لوریو او غړو هم ګډون درلود.

باید وویل شي چې په دغو مراسمو کې د کابل لوبډله د اکسیل (Akcel)، د کندهار لوبډله د بول فراګ (Bullfrog) او بلخ لوبډله د شکیب رحیمي (Shekib Rahimi) شرکتونو وپېرلې چې دغه شرکتونه د پانګونې په بېلابېلو برخو کې بوختې دي او په اړوند برخه کې اوږده مخینه لري.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف په دغه ناسته کې وویل: ((نن ډېر د ویاړ ځای دی چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ درې لوبډلې پلورل کېږي او په عملي ډول یې د هوکړه لیکونو د لاسلیک چارې ترسره شوې، له شک پرته دا د ټول افغان ولس او د افغان کرکټ د کورنۍ لپاره ستره لاسته راوړنه ده چې دغه لیګ د هرې ورځې په تېرېدو سره عملي جامه خپلوي او ان شاءالله ډېر ژر به د دې شاهدان هم واوسو چې دغه لیګ د دویم ځل لپاره پیل شي او زموږ افغان او نور لوبغاړي پکې ولوبیږي. باید دغه راز ووایم چې کوه ظفر هم هغه نوم دی چې دغه لیګ به د بریا تر کچې لوړوي او زموږ د ډېرو افغان لوبغاړو هیلې به پوره کوي.))

سربېره پر دې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان هم په دې اړه وویل: ((افغان کرکټ بورډ د نورو سترو لاسته راوړنو ترڅنګ نن دا دی د افغانستان شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو ترسراوي ته هم نږدی شوی دی او دغه ستر لیګ چې د افغان لوبغاړو لپاره ډېر اړین او له ځانګړي ارزښت ډک دی، درې لوبډلې یې وپلورل شوې او ډېر ژر به یې دوه نورې لوبډلې هم وپلورل شي او د دې چارې لپاره ډېرو کمپينو او پانګوالو شرکتونو زړه ښه کړی دی چې له منځه یې موږ د غوره هغو لکه اوسني درې چې دي؛ د پاتې دوو لپاره په لټه کې یو چې ډېر ژر به یې چارې بشپړې شي.))

نوموړي دغه راز وویل: څو ورځې وړاندې مو د کرکټ په اسیايي شورا کې د مشرتابه کولو حق هم ترلاسه کړ چې له شک پرته دا هم یوه ستره لاسته راوړنه ده او له دې وروسته به افغانان وکولی شي چې د یادې کرسۍ مشري هم وکړي، ترڅو هغه استعداد چې افغانان یې لري او هغه جذبه چې د کرکټ په ډګر کې افغانانو ثابته کړې ده؛ د کرکټ په اسیايي شورا کې هم عملي شي او له افغان کادرونو پکې ګټه پورته شي.

د ښاغلي نصیب خان په وینا، د افغانستان شل اوریز غوره لیګ بیا پیل د افغان لوبغاړو یو ارمان و چې ان شاءالله دغه ارمان یې په پوره کېدو دی، ځکه دغه لیګ هم له تخنیکي او هم اقتصادي اړخه ټولو افغان لوبغاړو او افغانستان کرکټ بورډ ته اړین دی، چې سربېره پر دې پکې د تخنیکي سرچینو هم ډېره پالنه کېږي.

دغه راز د یادو دریو کمپنیو مسوولینو هم د هوکړه لیکونو په تړاو خوښي وښوده او زیاته یې کړه: د خوشحالۍ ځای دی چې په افغان کرکت کې پانګونه کوي، افغان کرکټ له ځانګړو استعدادونو برخمن دی او هیله لري چې دغه لیګ د لا ډېرو استعدادونو د رابرسېره کېدو لامل شي. دوی دغه راز د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د بیاپیل په تړاو خوښي څرګنده کړه او د افغانستان کرکټ بورډ دغه ګام یې وستایه.

د یادونې وړ ده چې د پاتې دوو نورو لوبډلو (ننګرهار او پکتیا) د پلور لړۍ هم روانه ده چې ډېر ژر به یې چارې او پروسه بشپړه او عملي بڼه خپله کړي، ترڅو په پای کې یې شرایطو ته په پام سره افغانستان کرکټ بورډ دویم پړاو افغانستان شل اوریز غوره لیګ پیل کړي.

همدارنګه په دغه ناسته کې د لوبغاړو د ډرافټ مراسمو نېټه هم غوره شوه چې سربېره پر دې پکې د لوبغاړو د نومونو د ثبت یا نوملیکنې لړۍ نېټه ځانګړې شوه چې د لوبغاړو د ثبت د لړۍ نېټه د روانې اګست میاشتې ۳۰مه نهایي شوه چې په شرایطو وړ لوبغاړي به ورته د www.apl-t20.comویب پاڼې له لارې نوم لیکنه وکړي، په داسې حال کې چې د لوبغاړو د ډرافټ یا پلورلو مراسم به د سپتمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

باید وویل شي چې لومړی پړاو افغانستان شل اوریز غوره لیګ د ۲۰۱۸ز کال د اکټوبر میاشتې له ۵مې تر ۲۱مې نېټې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی و چې پایلوبه یې د بلخ لیجنډز لوبډلې ګټلې وه. دا په داسې حال کې ده چې سږ کال به دویم پړاو افغانستان شل اوریز غوره لیګ په دسمبر میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

هېره دې نه وي چې سربېره پر دې په دغو مراسمو کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ جام یا ټرافي هم نندارې ته وړاندې شوه او د پلورل شویو دریو لوبډلو نومونه (اکسیل کابل، بلخ ځوانان او کندهار واریرز) کېښودل شول.

ملاتړ کوونکي او همکاران