د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب روانه درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله دویمه لوبه کې بریا خپله کړه او کوربه متحده عربي اماراتو لوبډلې ته یې د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دا په روانو سیالیو کې د افغان لوبډلې لومړۍ بریا وه او سبا به د خپلې دریمې لوبې په موخه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د دغې لوبې پچه
سیالې لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د د
دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۸ منډې جوړې کړې او سیالې
لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه. د افغان اتلانو په کچه ابراهیم ځدراڼ ۶۳، صدیق الله اتل ۵۴، کریم جنت ۲۳* او عظمت الله عمرزي ۲۰* منډې جوړې کړې.
د یاد هدف په ځواب
کې افغان اتلانو خورا ښه توپ اچونه هم وکړه او د لوبډلمشر راشد خان او شرف الدین
اشرف د غوره توپ اچونې پرمټ یې له خپل هدف نه په بریالیتوب دفاع وکړه او د ۳۸ منډو په توپیر یې سیالې
لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا په روانه لوبلړۍ کې د افغان اتلانو لومړۍ بریا ده او سبا
ماښام به د خپلې دریمې لوبې په موخه د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
راشد خان په دغه
لوبه کې درې ویکټې ترلاسه کړې او شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې یې نوی تاریخ جوړ کړ.
نوموړي په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ۱۶۵ ویکټې بشپړې کړې چې پرمټ یې د نیوزیلنډ د تکړه توپ
اچوونکي ټېم ساوتي د ۱۶۴ ویکټو ریکارډ مات کړ او نوی تاریخ یې په خپل نوم ثبت کړ. د یادونې وړ ده چې
راشد خان په شل اوریزو سیالیو (هغه چې نړیوالې نه شمېرل کېږي) کې هم د نړۍ په کچه
تر ټولو ډېرې ۶۶۴ ویکټې ترلاسه کړې دي.
سربېره پر دې
بل افغان تکړه الرونډر شرف الدین اشرف هم بهترینه توپ اچونه وکړه او درې مهمې
ویکټې یې ترلاسه کړې. د نوموړي ترڅنګ محمد نبي او فضل الحق فاروقي هم یوه-یوه ویکټ
ترلاسه کړه او د افغان لوبډلې په بریا کې یې اړینه ونډه ولوبوله.
تکړه چپ لاسی
ورو توپ اچوونکی شرف الدین اشرف چې د افغان لوبډلې په بریا کې یې مهمه ونډه درلوده
او درې سترې ویکټې یې ترلاسه کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده
چې افغان اتلان به سبا د افغانستان پرمهال د ماښام په ۷:۳۰ بجو د یادې درې اړخیزې
لوبلړۍ په ترڅ کې د خپلې دریمې لوبې په موخه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې
د سیالۍ دګر ته ښکته شي.