افغان اتلانو د صدیق الله اتل او عظمت الله عمرزي د غوره توپوهنې او د بیا فضل الحق فاروقي او ګلبدین نایب د غوره توپ اچونې پرمټ هانګ کانګ لوبډلې ته د ۹۴ منډو پرمټ ستره ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.
د دغې لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان
وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان اتلانو د دغې
لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۸ منډې
جوړې کړې او سیالې هانګ کانګ لوبډلې ته یې ۱۸۹ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه صدیق
الله اتل ۷۳*، عظمت الله عمرزي په ۲۱ توپونو چټکې ۵۳ او
محمد نبي ۳۳ منډې جوړې کړې.
د عظمت الله عمرزي په ۲۰ توپونو نیمه سلیزه په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې
د افغانستان لپاره ترټولو چټکه نیمه سلیزه شوه او په دې سره یې د محمد نبي او
ګلبدین نایب تېر ریکارډونه، چې په ۲۱ توپونو یې نیمه سلیزې جوړې کړې وې، مات کړل
او نوې کارنامه یې په خپل نوم کړه.
د دغه هدف په دفاع کې افغان اتلانو ډېره ښه توپ اچونه پیل کړه او په لومړیو
دوه اورونو کې یې دوه سیال لوبغاړي له ډګره بهر کړل. افغان توپ اچوونکو له دې
وروسته هم په پرلپسې توګه غوره توپ اچونه وکړه او د لومړۍ پاڼۍ په پای کې یې یوازې
۹۴ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۹ لوبغاړي له ډګره بهر کړل. د افغان لوبډلې په
ګټه ګلبدین نایب او فضل الحق فاروقي ۲-۲، عظمت الله عمرزي، راشد خان او نور احمد
یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
صدیق الله اتل د ۷۳ مهمو منډو جوړولو له امله د لوبې بدلوونکی لوبغاړی
ونومول شو. سربېره پر دې، عظمت الله عمرزی چې په دغه لوبه کې یې په ۲۱ توپونو ۵۳
چټکې منډې جوړې کړې وې، او دغه راز یې په توپ اچونه کې هم یوه ویکټ ترلاسه کړې وه،
د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
باید وویل شي چې د هانګ کانګ پر وړاندې لوبه د افغان لوبډلې د تکړه پیلیز
توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ ۵۰مه شل اوریزه نړیواله لوبه وه چې په نړیوال کرکټ کې یې
د هېواد په استازیتوب ترسره کړه.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به یوه هفته وروسته، د راتلونکې سه شنبې په
ورځ د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې دویمې لوبې په موخه د بنګله دېش کرکټ ملي
لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.