د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوې هر اړخیزې لوبې په پایله کې پاکستان ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د روانو درې اړخیزو سیالیو په ترڅ کې یې خپله دویمه بریا خپله کړه.
د دغې لوبې پچه
افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې
رحمن الله ګربز په دویم اور کې له لاسه ورکړ خو صدیق الله اتل او ابراهیم ځدراڼ یو
ځل بیا بهترینه توپوهنه وکړه او د ۱۱۳ منډو ملګرتیا یې وکړه. دواړو لوبغاړو یو ځل
بیا نیمه سلیزې جوړې کړې، ابراهیم ځدراڼ ۶۵ او صدیق الله اتل ۶۴ منډو جوړې کړې چې
پرمټ یې افغان اتلانو سیالې لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.
د دې هدف په
دفاع کې خپله افغان اتلانو ډېره ښه توپ اچونه وکړه او د محمد نبي، نور احمد، راشد خان او فضل الحق فاروقي د
بهترینې توپ اچونې پرمټ یې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۸ منډو په
توپیر ماتې ورکړه. دا په روانه درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې دویمه پرلپسې بریا وه چې
په خپل نوم یې ثبت کړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي او ځلانده
ستوري محمد نبي عیسی خېل په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ۱۰۰ ویکټې هم
بشپړې کړې. نوموړي په ۱۳۵مه پاڼۍ کې دغه کارنامه په خپل نوم ثبت کړه او یوازې دویم
افغان لوبغاړی شو چې دغه ویاړ په خپل نوم کوي.
ابراهیم ځدراڼ چې په ۴۵ توپونو یې د ۸ څلوریزو
او یوې شپږیزې پرمټ ۶۵ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به د یادو
سیالیو په ترڅ کې خپلې څلورمې لوبې په موخه د راتلونکې جمعې په ورځ د متحده عربي
اماراتو لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.