افغان اتلانو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې دریمه پرلپسې بریا خپله کړه
نړیوال

افغان اتلانو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې دریمه پرلپسې بریا خپله کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې د یوې بهترینې لوبې په پایله کې کوربه لوبډلې ته د ۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله دریمه پرلپسې بریا خپله کړه.

د لوستلو وخت: ~6 دقیقې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې د یوې بهترینې لوبې په پایله کې کوربه لوبډلې ته د ۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله دریمه پرلپسې بریا خپله کړه.

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د یادې لوبې لپاره افغان لوبډله کې ۶ بدلونونه راغلي و او د لوبډلمشر راشد خان په شمول محمد نبي، صدیق الله اتل، دروېش رسولي غضنفر او فضل الحق فاروقي ته ارام ورکړل شوی و او پرځای یې شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، ګلبدین نایب، محمد اسحق، فرید احمد ملک او عبدالله احمدزي ته، چې په نړیوال کرکټ کې خپله لومړنۍ لوبه وه، ځای ورکړل شوی و.

افغان اتلانو د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۷۰ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ۴۸، رحمن الله ګربز ۴۰، کریم جنت ۲۸ او ګلبدین نایب ۲۰* منډې جوړې کړې.

د یاد هدف په ځواب کې سیالې لوبډلې ډېره ښه توپوهنه وکړه خو بیا هم افغان لوبغاړو لوبه کابو کړه او په وروستي اور کې یې په بریالیتوب سره له ۱۷ منډو دفاع وکړه او د ۴ منډو په توپیر یې بریا خپله کړه. د افغان لوبډلې په ګټه مجیب الرحمن، شرف الدین اشرف، نور احمد، عبدالله احمدزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ابراهیم ځدراڼ چې د افغان لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی او د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبه کې یې د لوبدلمشر دنده پرغاړه درلوده، د خپلو خورا مهمو ۴۸ منډو جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې سره د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ لومړی پړاو پای ته ورسېد چې پکې افغان لوبډلې درې پرلپسې بریاوې خپلې کړې او د راتلونکې یکشنبې په ورځ به د یادو سیالیو په پایلوبه کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران