امو نهنګان لوبډلې د پرلپسې دریم ځل لپاره د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي وګټله
کورني
8 دقیقې

امو نهنګان لوبډلې د پرلپسې دریم ځل لپاره د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ ترټولو سترې یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ – سوپرکولا سیالۍ د امو نهنګان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دغې لوبډلې د یادو سیالیو په پایلوبه کې له یوې ښکلې او هر اړخیزې لوبې وروسته سپین غر پړانګان لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د پرلپسې دریم ځل لپاره یې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.

8 دقیقې

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ ترټولو سترې یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ – سوپرکولا سیالۍ د امو نهنګان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دغې لوبډلې د یادو سیالیو په پایلوبه کې له یوې ښکلې او هر اړخیزې لوبې وروسته سپین غر پړانګان لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د پرلپسې دریم ځل لپاره یې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.

یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ – سوپرکولا سیالۍ د روانې جولای میاشتې په لومړۍ نېټه د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې پیل شوې چې پکې امو نهنګان، سپین غر پړانګان، مس عینک اتلان، بست ساتونکي او بند امیر ښاماران لوبډلو ګډون درلود. هرې لوبډلې په لومړي پړاو کې ۸ لوبې ترسره کړې چې له منځه یې امو نهنګان او سپین غر پړانګان د لومړي پړاو د دوه مخکښو لوبډلو په توګه د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده چې نن په خوست ولایت کې ترسره شوه.

د دغو سیالیو په وروستۍ پایلوبه کې سپین غر پړانګان لوبډلې لومړی توپوهنه غوره کړه چې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ښه پیل ونکړ خو وروسته یې ښه توپوهنه وکړه او د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره یې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۶۶ منډې جوړې کړې چې له مخې یې سیالې امو نهنګان لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګته عصمت عالم ۶۷ او راشد خان ۲۷ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د امو نهنګانو په ګټه فضل الحق فاروقي، ګلبدین نایب، قیس احمد او عبدالله احمدزي دوه-دوه او یمین احمدزي یوه ویکټ ترلاسه کړه.  

امو نهنګان لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې بهترینه توپوهنه وکړه او دغه هدف یې د لوبې په ۱۷م اور کې د خپلو درې لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او د پرلپسې دریم ځل لپاره یې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه. د یادې لوبډلې په ګټه عمران میر ۷۷، حسن عیسی خېل ۶۳* او شاهدالله کمال ۱۹ منډې جوړې کړې.

د دغې لوبډلې تکړه ښي لاسي پیلیز توپوهونکي د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ – سوپرکولا جام سیالیو په پایلوبه کې د سپین غر پړانګان لوبډلې پر وړاندې بهترینه توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه او په ۴۵ توپونو یې د ۷ شپږیزو ۵ څلوریزو پرمټ ۷۷ منډې جوړې کړې او د خپلې لوبډلې په اتلولۍ کې یې ستر رول لوباوه چې له امله یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز د امو نهنګان لوبډلې ځوان توپوهونکي فیصل شینوزاده په دغو سیالیو کې د دوه نیمه سلیزو او ۴۰.۲۵ منډو په اوسط سره ۱۶۱ منډې جوړې کړې او د سیالیو ترټولو ځوان لوبغاړی ونومول شو. د نوموړي ترڅنګ د مس عینک اتلان لوبډلې تکړه ورو توپ اچوونکی خلیل ګربز په ۱۴ ویکټو سره د سیالیو غوره توپ اچوونکی ونومول شو.

د مس عینک اتلان لوبډلې لوبډلمشر او تکړه پیلیز توپوهونکي رحمن الله ګربز بیا د ۴۱۰ منډو په جوړولو سره د دغو سیالیو د غوره توپوهونکي جایزه ترلاسه کړه. دغه راز نوموړي په دغو سیالیو کې ۳۴ شپږیزې وهلې وې چې له امله یې د ((خان د شپږیزې)) جایزه هم ترلاسه کړه.

د دوی ترڅنګ د سیالیو د غوره کېچ اجازه هم د بست ساتونکو لوبډلې تکړه لوبغاړي اکبر موسی زي ترلاسه کړه چې د یادو سیالیو په ترڅ کې یې په ډګر ساتنه کې ترلاسه کړی و.

دغه راز د سپین غر پړانګان لوبډلې تکړه الرونډر عصمت عالم بیا په دغو سیالیو کې د یوې نیمه سلیزې پرمټ ۲۹۴ مندې جوړې کړې او هم یې ۹ ویکټې ترلاسه کړې چې له امله یې د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ – سوپرکولا سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د دې سیالیو د عمومي مالي ملاتړي حقوق «ای انډ (e&) شرکت ته او د مرستیال مالي ملاتړي حقوق، د یوه اوږدمهاله تړون له مخې سوپر کولا څښاک تولیدي شرکت ته ورکړل شوي و. پر همدې بنسټ، دغه لوبې به د «اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالۍ» په نوم یادې شوې. د دویم مرستیال مالي ملاتړ حقوق ضیافت رستورانت او د دریم مرستیال مالي ملاتړ حقوق له خپلواک موبایل سره و. د دوی ټولو ترڅنګ امیر حاجي زاده روغتون په یادو سیالیو کې د روغتیا د برخې د همکار، وېني د لباس د برخې همکار او افغان ټیلیکام د معلوماتي ټکنالوژي د برخې د همکار په توګه له افغانستان کرکټ بورډ سره یوځای کار وکړ.

ملاتړ کوونکي او همکاران