د افغانستان کرکټ بورډ لوړو مهارتونو مرکز د لند مهاله تخنیکي کورسونو او ورکشاپونو څخه لسګونه مسلکي کاردرونو د فراعت تصدیق پاڼې ترلاسه کړې
کورني
6 دقیقې

د افغانستان کرکټ بورډ لوړو مهارتونو مرکز د لند مهاله تخنیکي کورسونو او ورکشاپونو څخه لسګونه مسلکي کاردرونو د فراعت تصدیق پاڼې ترلاسه کړې

د افغانستان کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو مرکز په ۲۰۲۴ میلادي کال کې په بیلابېلو تخنیکي څانګو کې د مسلکي کرکټ د هېواد له ټولو زونونو څخه ۲۴۵ روزونکو او تخنیکي پرسونل لپاره ښوونیز او روزنیز کورسونه او ورکشاپونه دایر کړل چې پکې (۲۸) تنه د دویمې درجې روزونکي (۶۱) تنه د لومړۍ درجې روزونکي، (۱۷) تنه د لوبې ریفریان او (۴۸) تنه لوبڅاران، (۲۱) تنه فزیو او (۱۱) تنه مساژران، او (۵۹) نمره شمېرونکي یا سکورران شامل وو.

په دغه کسانو کې د کرکټ بورډ د رسمي پرسونل ترڅنګ د خصوصي سکتور لسګونه تخنیکي پرسونل ته هم روزنه ورکړل شوه ترڅو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مسلکي کرکټ او ځوانو لوبغاړو روزنې په برخه کې معیاري خدمات وړاندې کړې.

په دغه ناسته کې د کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو مرکز مشر ښاغلي دولت احمدزي ګډون کوونکو ته په خپله وینا کې وویل، (( په پیل کې تاسو ټولو ته په بیلا بیلو برخو کې د زده کړې او تصدیق نامې ترلاسه کولو مبارکي وایم. تاسو ټول نېکمرغه یاست چې د افغانستان کرکټ بورډ درباندې په مهمو برخو کې سرمایه ګزاري وکړه چې دا بهیر به لا هم دوام لري. تاسو ټول مسوولیت لرئ چې خپله دنده په صداقت مخکې یوسئ او په دې بسنه ونه کړئ بلکه لا ډېر تحقیق وکړئ او خپل ظرفیت لا پسې لوړ کړئ ځکه همدا تاسې یاست چې لوبغاړي له ابتدا تر لوړو پوړونو پورې رسوئ، د دوی په نظم، سپورتي اخلاقو، تخنیکي او تکتیکي برخو، فکر جوړونې او فزیک جوړونې کار کوئ او دوی خپلو هیلو ته رسوئ.))

نوموړي ذیاته کړه چې د لوړو مهارتونو مرکز د نورو څانګو په نسبت نوی دی خو بیا هم دلته هڅې شوي اولا به هم کیږي چې د لوبغاړو او تخنیکي پرسونل په روزنه کې ډېر کار وشي او د افغانستان کرکټ په پرمختګ خپل رغنده رول ترسره کړو او په دغه برخه کې د کرکټ بورډ د مشرتابه مننه کوو چې زموږ د برنامو ملاتړ کوي.

د برنامې په پای کې د لوړو مهارتونو مرکز له لوري په ټولو ګډونوالو اړوند تصدیق نامې وویشل شوې او دوی ته سپارښټنه وشوله چې په پوره رښتینولۍ او صداقت خپلو چارو ته دوام ورکړي، خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د افغانستان کرکټ بورډ غوره استازولي وکړي.

ملاتړ کوونکي او همکاران