بندامیر په ۶ ویکټو مس عینک ته ماتې ورکړه
غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ

بندامیر په ۶ ویکټو مس عینک ته ماتې ورکړه

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام اتم پړاو یو ورځنۍ لوبې چې خوست کې روانې دي، نن یې پنځمه لوبه د مس عینک او بندامیر لوبډلو تر منځ ترسره شوه. په یاده سیالۍ کې مس عینک د ۳۰۲ منډو هدف ټاکلی و چې بندامیر د ۶ ویکټو په توپیر ترلاسه کړی. د یادو لوبو په لړ کې به سبا سپین غر د بست پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

د لوستلو وخت: ~3 دقیقې

د نن لوبې پچه د مس عینک لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. یادې لوبډلې د شاهدالله کمال ۱۱۶ ناسوځېدلو، حسن عیسی خېل ۸۳ او نوید عبید ۵۱ منډو پر مټ په ټاکلو اورونو کې ۳۰۲ منډې هدف وټاکه. د بندامیر لوبډلې په توپ اچوونکو کې نجات مسعود ۳، فریدون داودزي او شمس الرحمن هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د مس عینک لوبډلې ټاکلی هدف بندامیر لوبډلې د لوبې په ۴۹م اور کې د ۴ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی او په دغه لوبو کې یې دویمه بریا خپله کړه. د بندامیر په توپوهنه کې حشمت الله شهیدي ۱۴۶ ناسوځېدلي، محمد هارون ۵۴ او محمد اکرم ۴۹ منډې ترسره کړې. باید وویل شي چې د مس عینک په ګټه ظاهر خان پکتین ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د لوبې په وروستیو شېبو کې د بندامیر لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په ۱۴۶ منډو جوړولو سره د لوبې د غوره او د لوبې بڼه بدلوونکي لوبغاړي جایزې په خپل نوم کړې.

د یادونې وړ ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام یو ورځنیو لوبو په لړ کې به سبا سهار سپین غر د بست پر وړاندې په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران