مس عینک لوبډلې امو لوبډلې ته ماتې ورکړه
غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ

مس عینک لوبډلې امو لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام اتم پړاو یو ورځنیو لوبو په لړ کې مس عینک لوبډلې د ۲۷ منډو په توپیر سره د امو لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه سیالۍ چې د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې ترسره شوه، مس عینک لوبډلې پکې د ۲۶۱ منډو هدف ټاکلی و. امو لوبډلې د مس عینک د ټاکلي هدف په ځواب کې ۲۳۳ منډې جوړې کړې.

د لوستلو وخت: ~3 دقیقې

د نننۍ لوبې پچه د امو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. مس عینک لوبډلې په ټاکلو اورونو کې د یونس ځدراڼ د ۷۸، شاهدالله کمال ۷۶ او نوید عبید ۴۲ پر مټ ۲۶۰ منډې جوړې کړې. بل لور ته د امو لوبډلې په توپ اچوونکو کې کامران مخلص او عظیم ځدراڼ ۳-۳ او محمد ګل علیزي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

امو لوبډلې د مس عینک لوبډلې د ۲۶۱ منډو هدف په ځواب کې یوازې ۲۳۳ منډې جوړې کړې او د ۲۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د امو په توپوهنه کې محمد شهزاد ۶۵ او یمین احمدزي ۳۲ منډې ترلاسه کړې. باید وویل شي چې د مس عینک په توپ اچونه کې دولت ځدراڼ او محمد داود هر یوه ۳ او ظاهر خان ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې په وروستیو کې محمد یونس ځدراڼ د ۷۸ منډو په جوړولو سره د لوبې د غوره او محمد داود په ۳ ویکټو د لوبې د بڼې بدلوونکي لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

د یادونې وړ ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام یو ورځنیو لوبو په لړ کې به سبا سهار بست د بندامیر پر وړاندې په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران