د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام یو ورځنیو لوبو په ترڅ کې نن شپږمه لوبه د بست او
سپین غر لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پایله کې سپین غر لوبډلې د ۶۶ منډو په
توپیر بریا خپله کړه. دغه لوبه چې د خوست په رحمت ولي مسرور لوبغالي کې ترسره شوه،
سپین غر پکې ۳۱۰ منډې هدف ټاکلی و چې ځواب کې یې بست لوبډلې ۲۴۳ منډې جوړې کړې.
د نننۍ لوبې پچه بست لوبډلې وګټله او لومړی یې سپین غر لوبډلې ته د توپوهنې بلنه
ورکړه. سپین غر لوبډلې د بارکزي ناصري ۱۳۹ ناسوځېدلو، یوسف شاه ۸۶ او صدیق باچا ۳۸
ناسوځېدلو منډو پر مټ ۳۰۹ منډې جوړې کړې. بلخوا د بست په ګټه یوازې اعجازالحق ۲
ویکټې ترلاسه کړې.
د بست لوبډلې په توپوهونکو کې اعجاز الحق
نورزي ۵۳ ناسوځېدلي، رحمت شاه ۵۱ او ریاض حسن ۳۹ منډې ترسره کړې. باید وویل شي چې
د سپین غر لوبډلې په توپ اچوونکو کې محمدالله لوګري ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر
کړل.
د یادې لوبې په وروستیو شېبو کې د سپین غر
لوبډلې پیلیز توپوهونکی بارکزی ناصري په ۱۳۹ ناسوځېدلو منډو د لوبې غوره او یوسف
شاه په ۸۶ منډو د لوبې بڼه بدلوونکی لوبغاړی ونومول شول.
د یادونې وړ ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام یو ورځنیو لوبو په
لړ کې به سبا سهار امو د مس عینک پر
وړاندې په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.