د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام لوبو په ترڅ کې نن د بست او بندامیر لوبډلو تر منځ
لوبه ترسره شوه، چې بست پکې د ۲۱ منډو په توپیر بریا خپله کړه. په یاده سیالۍ کې
بست ۳۱۲ منډې هدف ټاکلی و، چې ځواب کې یې بندامیر د ۸ لوبغاړو په تاوان ۲۶۴ منډې
جوړې کړې او دغه لوبه د ډي ایل ایس میتود له مخکي بست لوبډلې د ۲۱ منډو په توپیر
وګټله.
د نننۍ لوبې پچه بست لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه ترسره کړه. دوی د ریاض حسن
د ۸۶، حضرت الله ځاځي ۶۹ او رحمت شاه زرمتي ۵۶ منډو پر مټ ۳۱۱ منډې جوړې کړې.
بلخوا بیا د بندامیر په توپ اچونه کې نجات مسعود، فرمان الله ساپی او شمس الرحمن
۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د بست لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې بندامیر
لوبډلې د شمس الرحمن ۵۶، شېر خان ۴۸ او حشمت الله شهیدي ۳۷ منډو پر مټ ۲۶۴ منډې
ترسره کړې. بلخوا بیا د بست لوبډلې په توپ اچوونکو کې محب الله همراز او اعجازالحق
نورزي هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د لوبې په وروستیو کې د بست لوبډلې توپوهونکی ریاض حسن په ۸۶ منډو د لوبې غوره
لوبغاړی او اعجازالحق نورزي په ۲ مهمو ویکټو او ۱۴ منډو د لوبې بڼه بدلوونکی
لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام یو ورځنیو لوبو په
لړ کې به سبا سهار سپین غر د
مس عینک پر وړاندې په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي
کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.