میوند اتلانو په نهم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې خپل سفر په بریا سره پیل کړ
کورني
6 دقیقې

میوند اتلانو په نهم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې خپل سفر په بریا سره پیل کړ

میوند اتلان لوبډلې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د یوې غوره او جالبې لوبې په پایله کې ماهیپر ستورو لوبډلې ته ماتې ورکړه او په نهم پړاو اي انډ وړاندې کوونکو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

6 دقیقې

میوند اتلان لوبډلې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د یوې غوره او جالبې لوبې په پایله کې ماهیپر ستورو لوبډلې ته ماتې ورکړه او په نهم پړاو اي انډ وړاندې کوونکو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

د دغې لوبلې پچه ماهیپر ستورو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. میوند اتلان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۱۱ منډې جوړې کړې. رحمن الله ځدراڼ ۸۴، اعجاز احمد احمدزي ۵۱ او عرب ګل له نورو ډېرې ۳۱* منډې جوړې کړې. له بلې خوا د ماهیپر ستورو په ګټه لوبډلمشر یمین احمدزي ۴، بشیر احمد افغان او ابراهیم عبدالرحمیزي ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې.

ماهیپر ستوري لوبډلې د میوند اتلانو د ۲۱۱ منډو په ځواب کې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۹۷ منډې جوړې کړې او له سیالې میوند اتلان لوبډلې ۱۴ مندې پوروړې شوه. د دغې لوبډلې په ګټه لوبډلمشر یمین احمدزي ۶۱، ریاض حسن ۴۰، عمران میر ۳۲ او یوسف شاه ۲۵ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د میوند اتلانو په ګټه نجات مسعود ۴، افتاب عالم ۳، بلال سمیع ۲ او عرب ګل مومند یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې په دریمه پاڼۍ کې میوند اتلان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۱۷ منډې جوړې کړې او د لومړۍ پاڼې د ۱۴ منډو د مخکېوالي پرمټ یې سیالې ماهیپر ستورو لوبډلې ته د ۲۳۲ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه دا ځل په توپوهنه کې لوبډلمشر افسر ځاځي ۵۱، رحمن الله ځدراڼ ۴۵، اعجاز احمدزي ۴۴ او نجیب الله ځدراڼ ۳۵ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د ماهیپر ستورو په ګټه لوبډلمشر یمین احمدزي یو ځل بیا ښه توپ اچونه وکړه او ۴ یې ترلاسه کړې. د نوموړي ترڅنګ بشیر احمد ۳، محمد ابراهیم ۲ او محب الله زرمتي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

میوند اتلانو د لوبې په وروستۍ پاڼۍ کې د غوره او ار اړخیزه توپ اچونه وکړه او له خپل ۲۳۲ منډو هدف څخه په بریالیتوب دفاع وکړه چې له مخې یې سیالې د ماهیپر ستورو لوبډلې ته یې د ۳۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د ماهیپر ستورو په ګته په توپوهنه کې ریاض حسن ۶۷، قیس احمد ۳۹ او یوسف شاه ۳۱ منډې جوړې کړې خو لوبډله یې هدف ته ونه رسوله. له بلې خوا د میوند اتلانو په ګټه د توپ اچونې په دویمه پاڼۍ کې بلال سمیع غوره توپ اچونه وکړه او ۵ ویکټې یې ترلاسه کړې، د نوموړي ترڅنګ نجات مسعود او افتاب عالم ۲-۲ او عرب ګل مومند یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د میوند اتلان لوبډلې تکړه ښي لاسی چټک توپ اچوونکی، بلال سمیع، چې په دواړو پاڼیو کې یې ۷ ویکټې ترلاسه کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې دواړو لوبډلې به یو ځل بیا د راتلونکې جمعې په ورځ د یادو سیالیو په دریمه لوبه کې په همدې غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران