بست په ۴۴ منډو امو ته ماتې ورکړه
غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ

بست په ۴۴ منډو امو ته ماتې ورکړه

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام اتم پړاو یو ورځنۍ لوبې چې په خوست کې د پنځه پیاوړو لوبډلو تر منځ روانې دي، نن یې په څلورمه لوبه کې بست لوبډلې د ۴۴ منډو په توپیر د امو لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې بست ۲۴۹ منډې هدف ټاکلی و او امو ورپسې ۲۰۴ منډې ترلاسه کړې.

د لوستلو وخت: ~3 دقیقې

د نن لوبې پچه د امو لوبډلې وګټله او لومړی یې بست لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. د بست لوبډلې د رحمت شاه زرمتي د ۵۲، سید شېرزاد ۴۱ ناسوځېدلو او ریاض حسن ۳۸ منډو پر مټ په ټاکلو اورونو کې ۲۴۹ منډې هدف وټاکه. د بست په توپ اچونه کې یمین احمدزي ۵ او عبدالمالک ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د بست لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې امو لوبډلې د سمیع الله شینواري د ۶۱، الله نور ناصري ۳۵ او یمین احمدزي ۳۲ منډو پر مټ یوازې ۲۰۴ منډې جوړې کړې. بلخوا بیا د بست لوبډلې په توپ اچونه کې ځوان محب الله همراز ۳، سیداحمد شېرزاد او یما عرب هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د لوبې په وروستیو شېبو کې د بست لوبډلمشر رحمت شاه زرمتی په ۵۲ منډو د لوبې بڼه بدلوونکی او سید شېرزاد په ۴۱ منډو او ۲ ویکټو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام یو ورځنیو لوبو په لړ کې به سبا سهار مس عینک د بندامیر پر وړاندې په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

ملاتړ کوونکي او همکاران