د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ له کلني مهالوېش سره سم د راتلونکې اپرېل میاشتې په دویمه نېټه د زونونو په کچه شپږم پړاو میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیلېږي. دغه سیالۍ به د یادې میاشتې تر شلمې نېټې پورې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پنځه زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.
په دې سیالیو
کې به مس عینک، بند امیر، بست، سپین غر او امو زونونو لوبډلې ګډون ولري. هره
لوبډله به په لومړي پړاو کې څلور سیالۍ ترسره کړي، چې د ۱۹ ورځو په موده کې به یې ترمنځ ټولې ۱۰ لوبې وشي. دا لوبې به د کندهار ولایت په ملي او دغه راز د هلمند ولایت په کرکټ
لوبغالي کې ترسره شي.
د دغو سیالیو
په ترڅ کې به د ۵ زونونو په ګټه د کورني کرکټ قرارداد لرونکي لوبغاړي او په روان کال کې د تېرو لومړۍ درجه ولایتي
سیالیو ځلېدلي لوبغاړي ولوبېږي. دغه راز به د
یادو لوبغاړو ترڅنګ په دغو سیالیو کې د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي
لوبډلې لوبغاړي هم ولوبېږي، چې نږدې دوه میاشتې وړاندې یې د نوولس کلنو لوبغاړو په
نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړ او د نیمه پایلوبو پړاو ته یې هم لاره موندلې وه.
د یادونې وړ
ده چې د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به په راتلونکو میاشتو کې د کورني کرکټ
نورې سترې شل اوریزې، یو ورځنۍ او څلور ورځنۍ سیالۍ هم ترسره شي، چې پکې به د بېلابېلو ملي لوبډلو ګڼ شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ مخکښ لوبغاړي هم ګډون ولري.