سپين غر پړانګان لوبډلې نن د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې پرمټ بست ساتونکو ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د روانو سیالیو کې د نمرو په جدول کې یې لومړی مقام خپل کړ. همدارنګه مس عینک اتلانو د رحمن الله ګربز د غوره توپوهنې او پرلپسې دویمې سلیزې پرمټ بند امیر ښامارانو ته د ۸۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپل سفر په څلورو بریاو سره پای ته ورساوه.
د نن ورځې د لومړۍ لوبې پچه سپین غر
پړانګانو وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. بست ساتونکو د دغې لوبې په
لومړۍ پاڼۍ کې ښه توپوهنه ونکړی شوه او د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۴۳ مندې جوړې کړې
او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه حضرت الله ځاځي ۴۰ او عبدالله
تره خېل ۳۳ مندې جوړې کړې،
خو د لومړۍ پاڼۍ ستوری لوبغاړی زیت الله شاهین و چې د ۱۴ منډو په بدل کې یې ۳ سترې ویکټې ترلاسه کړې. د نوموړي ترڅنګ
ظاهر خان، اعجاز الحق نورزي او فهیم قاسمي دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.
سپین غر پړانګان لوبډلې د بست ساتونکو د ۱۴۴ منډو هدف په ځواب
کې غوره توپوهنه وکړه او یاد هدف یې د په ۱۵م اور کې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او د ۶ ویکټو په توپیر
سره یې بریا خپله کړه. د دغې لوبډلې په ګټه ځوان عصمت عالم یو ځل بیا بهترینه
توپوهنه وکړه او ۴۶* منډې یې جوړې کړې. د نوموړي ترڅنګ زبید اکبري ۳۲ او بهیر شاه ۳۰* منډې جوړې کړې.
دا په روانو سیالیو کې د سپین غر پړانګان لوبډلې شپږمه بریا وشمېرل شوه. پړانګانو
که څه هم له وړاندې پایلوبې ته لاره موندلې وه، خو د دغې بریا پرمټ یې د نمرو په
جدول کې هم لومړی مقام خپل کړ.
د سپین غر پړانګانو تکړه چپ لاسي ورو توپ
اچوونکي زیت الله شاهین، چې په خپلو ۴ اورونو کې یې د ۱۴ منډو په بدل کې ۳ سترې ویکټې ترلاسه کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول
شو.
د ورځې دویمه لوبه د مس عینک اتلانو او بند
امیر ښامارانو ترمنځ ترسره شوه، چې د لوبې پچه مس عینک اتلانو وګټله او لومړی یې
په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. د مس عینک اتلان لوبډلې لوبډلمشر او تکړه پیلیز
توپوهونکي رحمن الله ګربز د بند امیر ښامارانو پر وړاندې لوبه کې هم بهترینه
توپوهنه وکړه او یوازې په ۳۹ توپونو یې خپله پرلپسې دویمه سلیزه یې بشپړه کړه. دا په
شل اوریزو سیالیو کې د نوموړي څلورمه سلیزه وشمېرل شوه چې د شپږیزه کرکټ لیګ په
تاریخ کې دویمه چټکه سلیزه شمېرل کېږي. د دغو سیالیو تر ټولو چټکه سلیزه هم د رحمن
الله ګربز په نوم ده چې تېره ورځ یې په ۳۶ توپونو د امو نهنګانو پر وړاندې ترسره کړه.
مس عینک اتلانو د رحمن الله ګربز د سلیزې (۱۰۲) او خالد تڼیوال
(۳۴)، وفي الله تره
خېل (۳۳) او ایمل شاهین
(۲۴) د غوره توپوهنې
پرمټ په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره ۲۲۲ منډې جوړې کړې او سیالې بند امیر ښاماران
لوبډلې ته یې د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه. د بند امیر ښامارانو په ګټه فرمان الله
ساپي او سید شیرزاد ۲-۲ او ننګیال خروټي یوه ویکټ ترلاسه کړه.
مس عینک اتلان لوبدلې له خپل هدف نه په بریالیتوب دفاع وکړه او د یوې غوره
او هر اړخیزې توپ اچونې پرمټ یې بند امیر ښامارانو ته د ۸۵ منډو
په توپیر ماتې ورکړه او په یوولسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو کې یې خپل
سفر په څلورو بریاو سره پای ته ورساوه. رحمن الله ګربز
د خپلې پرلپسې دویمې سلیزې او بهترینې توپوهنې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول
شو.
په دې سره د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ
لیګ – سوپرکولا سیالیو د لیګ پړاو ټولې ۲۰ لوبې بشپړې شوې چې په پای کې یې سپین غر
پړانګانو له خپلو ۸ لوبو څخه په ۶ لوبو کې بریاوې خپلې کړې، یوه لوبه یې بې پایلې
پای ته ورسېده او په ۱۳ نمرو سره یې د یادو سیالیو د مخکښې لوبډلې په توګه پایلوبې
ته لاره ومونده. دغه راز امو نهنګان لوبډلې په خپلو ۸ لوبو کې ۵ بریاوې خپلې کړې،
یوه لوبه یې بې پایلې پای ته ورسېده او په ۱۱ نمرو سره یې د دویمې مخکښې لوبډلې په
توګه پایلوبې ته لاره موندلې ده چې ټاکل شوې ده د یادو سیالیو د مهالوېش له مخې به
سبا د چهارشنبې په ورځ، د جولای میاشتې په ۱۵مه نېټه د خوست ولایت په رحمت ولي
مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.