سپین غر پړانګان لوبډلې د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ – سوپرکولا سیالیو په ۱۵مه لوبه کې مس عینک اتلانو ته د ۱۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله څلورمه بریا ثبت کړه. له دې لوبې وروسته امو نهنګان د بست ساتونکو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شول چې دغه لوبه بیا د شدید باد او باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده او دواړو لوبډلو ته یوه-یوه نمره ورکړل شوه.
د ورځې د لومړۍ لوبې پچه مس عینک اتلانو وګټله
او سیالې سپین غر پړانګان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. سپین غر پړانګانو د
دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې غوره توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو
کې یې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۲ منډې
جوړې کړې چې له مخې یې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه محمد اکرم
۴۶، راشد خان ۳۷، اکرام علي خېل ۳۲ او بهیر
شاه محبوب ۲۳ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د مس عینک اتلانو په ګټه خلیل ګربز ۳، ضیاءالرحمن
شریفي او مجیب الرحمن ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.
سپین غر پړانګان لوبډلې د یوې خورا غوره توپ اچونې په پایله کې له خپل هدف
نه دفاع وکړه او مس عینک اتلانو لوبډلې ته یې د ۱۷ منډو
په توپیر ماتې ورکړه. په دې سره سپین غر پړانګان لوبډلې په روانو سیالیو کې خپله څلورمه
بریا ثبت کړه. د مس عینک اتلانو په ګټه محمد نبي ۹۰ منډې جوړې کړې خو نورو
توپوهونکو یې ملتیا ونکړه او له یوې جالبې لوبې وروسته یې د ۱۷ منډو په توپیر ماتې
ومنله. د سپین غر پړانګانو په ګټه عصمت عالم بهترینه توپ اچونه وکړه او د ۴ ویکټو
په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ورځې دویمه لوبه کې بیا امو نهنګان د بست ساتونکو پر وړاندې د سیالۍ ډګر
ته ښکته شول. امو نهنګانو د دغې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د لومړۍ پاڼۍ یوازې ۱۴ اورونه بشپړ شوي و چې په
خوست ولایت کې شدید باد او وروسته ورښت پیل شو چې له امله یې دغه لوبه له ځنډ سره
مخ شوه. د لوبې له ځنډېدو وړاندې امو نهنګانو د ۱۴ اورونو
ترپایه ۱۳۲ مندې جوړې کړې وې او ۴ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي و. شاهدالله کمال ۶۰* منډې
درلودې، چې لوبه له ځنډ سره مخ شوه.
یاده لوبه وروسته په خوست ولایت کې د شدید باد، ورښت او نامناسبو هوايي شرایطو
له امله بې پایلې پای ته ورسېده او دواړو لوبډلو ته یوه ـ یوه نمره ورکړل شوه.
د یادو سیالیو په دوام به سبا سهار سپین غر پړانګان د بند امیر ښامارانو پر
وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، په داسې حال کې چې د ورځې په دویمه لوبه کې به مس
عینک اتلان د امو نهنګانو پر وړاندې خپل بخت وازمايي.