د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې ایرلنډ ته د ۹۲ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او په یاده لوبلړۍ کې یې ۱-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.
د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان بهترینه توپ اچونه وکړه او د سیالې
لوبډلې ۶ لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل. نوموړي په
۷.۴ اورونو کې د ۳۴ منډو په بدل کې ۶
ویکټې ترلاسه کړې او د افغان لوبډلې په بریا کې یې ستره ونډه ادا کړه. د نوموړي
ترڅنګ عظمت الله عمرزي هم غوره توپ اچونه وکړه او ۲ ویکټې یې ترلاسه کړې. دغه راز فضل الحق فاروقي هم یوه ویکټ ترلاسه
کړه او د افغان لوبډلې د هدف په دفاع او بریا کې یې خپله اغېزمنه ونډه ترسره کړه.
له دې وړاندې افغان لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي د دغې لوبې پچه بایللې
وه او ایرلنډۍ لوبډلې افغان لوبډلې ته لومړی د توپوهنې بلنه ورکړې وه. دغه لوبه د
لوبغالي د لوندوالي له امله ناوخته پیل شوه او ۴۷ اورونو ته راکمه شوه. افغان لوبډلې خپله توپوهنه په خورا ښه توګه
پیل کړه، په منځنیو اورونو کې هم توپوهونکو خپلې غوره لوبې ته دوام ورکړ او په
وروستیو اورونو کې یې هم چټکې او مهمې منډې
جوړې کړې، چې په پایله کې یې افغان لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ په ټاکل شویو ۴۷ اورونو کې د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان ۲۹۹ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۸۴، صدیق الله اتل ۴۵،
حشمت الله شهیدي ۳۶*، عظمت الله عمرزي ۳۳، رحمن الله ګربز ۳۲ او رحمت شاه زرمتي ۳۰
منډې جوړې کړې. د دغو ټولو غوره کارکردګیو په شتون کې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه
راشد خان په خپل نوم کړه، چې د خپلې بېسارې توپ اچونې پر مټ یې افغان لوبډله سترې
بریا ته ورسوله. دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې اووم ځل شو چې نوموړی ۵ یا تر دې ډېرې ویکټې ترلاسه کوي.
سربېره پر دې، ابراهیم ځدراڼ د لسم ځل لپاره په نړیوالو یو ورځنیو
سیالیو کې نیمه سلیزه بشپړه کړه. دغه راز تکړه الراونډر عظمت الله عمرزي هم په
نړیوال کرکټ کې د خپلو منډو شمېر ۲۰۰۰
ته ورساوه.
عمرزي نه یوازې د توپوهنې په برخه کې د ۲۰۰۰ منډو کارنامه په خپل نوم کړه، بلکې په توپ اچونه کې یې هم خپله
وړتیا جاري وساتله او په دغه
لوبه کې یې د خپلې لومړۍ ویکټې په ترلاسه کولو سره په نړیوال کرکټ کې ۱۰۰ ویکټې هم بشپړې کړې. نوموړی له محمد نبي،
ګلبدین نایب او راشد خان وروسته یوازې څلورم افغان لوبغاړی شو چې په نړیوال کرکټ
کې ۲۰۰۰ منډې او ۱۰۰ ویکټې بشپړوي.
له بلې خوا، رحمت شاه زرمتی
له نوروز منګل، کریم صادق، محمد نبي، اصغر افغان، ګلبدین نایب، راشد خان او حشمت
الله شهیدي وروسته اتم افغان لوبډلمشر شو چې په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د
افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشري کوي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د لوبلړۍ لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ
لوبه د دوامداره ورښت له امله ترسره نه شوه او دا د لوبلړۍ دویمه لوبه وه چې د
افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. دواړه لوبډلې به له دې وروسته د ایرلنډ
بېلفاسټ ښار ته سفر وکړي او هلته به له دوو ورځو دمې وروسته د راتلونکې دوشنبې په
ورځ د دریمې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې په موخه د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.