افغان اتلانو د راشد خان او ګربز د غوره لوبې پرمټ ایرلنډ ته په دریمه لوبه کې هم ماتې ورکړه
خبرپاڼه
6 دقیقې

افغان اتلانو د راشد خان او ګربز د غوره لوبې پرمټ ایرلنډ ته په دریمه لوبه کې هم ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن د اګست میاشتې په لسمه نېټه د ۵ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په دریمه لوبه کې د راشد خان د غوره او هر اړخیزې لوبې او رحمن الله ګربز د بهترینې توپوهنې پرمټ ایرلنډ ته په دریمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم ماتې ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې یې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

6 دقیقې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن د اګست میاشتې په لسمه نېټه د ۵ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په دریمه لوبه کې د راشد خان د غوره او هر اړخیزې لوبې او رحمن الله ګربز د بهترینې توپوهنې پرمټ ایرلنډ ته په دریمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم ماتې ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې یې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

افغان لوبډلې د دغې لوبې پچه وګټله او لومړی یې په خپله د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان اتلانو په دغه لوبه کې بهترین پیل وکړ او د کوربه ایرلنډۍ لوبډلې د پیل لوبغاړي یې ژر له ډګره بهر کړل. افغان لوبغاړو خپلې غوره توپ اچونې ته دوام ورکړ او د لومړۍ پاڼۍ په ۳۰م اور کې یې د ۱۲۸ منډو په بدل کې د سیالې لوبډلې ۸ لوبغاړي له ډګره بهر کړل.

دې وخت کې داسې انګېرل کېده چې ښايي وروستۍ دوه ویکټې هم ژر له مخې پورته شي او سیاله لوبډله په کمو منډو له ډګره بهر شي، خو وروستیو توپوهونکو ښه ملګرتیا وکړه او د خپلو منډو شمېر یې ۲۰۶ ته ورساوه او افغان لوبډلې ته یې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې غضنفر او راشد خان ښه وځلېدل او هر یوه ۳ ویکټې ترلاسه کړې. د دوی ترڅنګ یمین خان احمدزي ۲، فضل الحق فاروقي او عظمت الله عمرزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یاد هدف په ځواب کې افغان پیلیزو توپوهونکو ښه پیل وکړ او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۵۳ منډو ملګرتیا وکړه. له ابراهیم ځدراڼ وروسته نورو دوه توپوهونکو صدیق الله اتل او حشمت الله شهیدي هم له رحمن الله ګربز سره مناسبه ملګرتیا وکړه خو دواړه له ۲۷ او ۲۲ منډو جوړولو وروسته خپلې ویکټې له لاسه ورکړې. رحمن الله ګربز په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې خپله اتمه نیمه سلیزه جوړه کړه او له ۷۱ منډو جوړولو وروسته یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

افغان لوبډلې له پیل اخیستو سره سره ژر ژر ویکټې له لاسه ورکړې او لوبه ستونزمن حالت ته ورسېده، لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي، عظمت الله عمرزي او دروېش رسولي هم ښه توپوهونه ونکړی شوه او هر یو په وار وار له ډګره بهر شو. افغان لوبډلې ۳۱ منډو ته اړتیا درلوده چې عظمت الله عمرزي هم خپله ویکټ له لاسه ورکړه، او په لوبغالي کې یوازې راشد خان ولاړ و چې نسبتاً ښه توپوهنه یې کولی شوه. نوموړي له یمین احمدزي سره د لوبې په پاتې برخه کې بهترینه ملګرتیا وکړه او د ۳۷* منډو په جوړولو سره یې خپل مسوولیت ادا کړ او افغان لوبډله یې مهمې او په روانه لوبلړۍ کې پرلپسې دویمې بریا ته ورسوله.

راشد خان د خپلې غوره او هر اړخیزې لوبې پرمټ د پرلپسې دویم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې په دغه لوبه کې رحمن الله ګربز ځانګړې کارنامه په خپل نوم ثبت کړه او څلورم افغان توپوهونکی شو چې په نړیوال کرکټ کې ۴۵۰۰ منډې بشپړوي. نوموړي په خپله ۱۵۰مه نړیواله پاڼۍ کې د ۳۰.۳۵ منډو په اوسط سره د ۱۰ سلیزو او ۲۰ نیمه سلیزو پرمټ خپلې منډې ۴۵۰۰ ته ورسولې.

د نوموړي ترڅنګ پخواني لوبډلمشر او تکړه توپوهونکي حشمت الله شهیدي هم په نړیوالو سیالیو کې د خپلو منډو شمېر ۳۵۰۰ ته ورساوه. شهیدي بیا د افغان لوبغاړو په منځ کې اتم لوبغاړی شو چې د خپلو منډو شمېر یاد سرحد ته رسوي.

په دې سره افغان اتلانو د ایرلنډ پر وړاندې د ۵ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لوبلړۍ کې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ او د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به په څلورمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د کوربه لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران