د سپین غر پړانګانو له پنځمې بریا او پایلوبې ته له رسېدو وروسته رحمن الله ګربز د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو چټکه سلیزه جوړه کړه
کورني
7 دقیقې

د سپین غر پړانګانو له پنځمې بریا او پایلوبې ته له رسېدو وروسته رحمن الله ګربز د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو چټکه سلیزه جوړه کړه

سپین غر پړانګان لوبډلې د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ – سوپرکولا سیالیو په لسمه ورځ د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې پرمټ بند امیر ښامارانو ته ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله پنځمه بریا خپله کړه. دغه راز د ورځې په دویمه لوبه کې مس عینک اتلانو د رحمن الله ګربز د تاریخي پاڼۍ او د یادو سیالیو د تېز ترینې سلیزې پرمټ امو نهنګان لوبډلې ته ماتې ورکړه او خپله دریمه بریا یې خپله کړه.

7 دقیقې

سپین غر پړانګان لوبډلې د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ – سوپرکولا سیالیو په لسمه ورځ د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې پرمټ بند امیر ښامارانو ته ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله پنځمه بریا خپله کړه. دغه راز د ورځې په دویمه لوبه کې مس عینک اتلانو د رحمن الله ګربز د تاریخي پاڼۍ او د یادو سیالیو د تېز ترینې سلیزې پرمټ امو نهنګان لوبډلې ته ماتې ورکړه او خپله دریمه بریا یې خپله کړه.

د ورځې د لومړۍ لوبې پچه بند امیر ښاماران لوبډلې وګټله او لومړی یې سپین غر پړانګان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. سپین غر پړانګان لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې غوره توپوهنه وکړه او د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره یې ۲۰۹ منډې جوړې کړې چې پرمټ یې سیالې لوبډلې ته د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه. د دغې لوبډلې په ګټه بهیر شاه محبوب ۵۶، نورالرحمن ۴۸، اعجاز احمدزي ۳۰ او عصمت عالم ۲۰ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د بند امیر ښامارانو په ګټه سلام خان احمدزي او سید شیرزاد ۲-۲، محمد سلیم ساپي، ننګیال خروټي، فرمان الله ساپي او اظهارالحق نويد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دغې لوبډلې له غوره توپوهنې وروسته بهترینه توپ اچونه هم وکړه او سیالې بند امیر ښاماران لوبډلې ته یې د ۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه. په دې بریا سره سپین غر پړانګان لوبډلې د یادو سیالیو په لړ کې خپله پنځمه بریا ثبت کړه او د یادو سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده. د بند امیر ښامارانو په ګټه بارکزي ناصري ۶۹*، صدیق الله اتل ۶۴ او صدیق الله پاچا ۳۵ منډې جوړې کړې خو د لوبه د سپین غر پړانګانو لوبډلې توپ اچوونکو کنټرول کړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله. راشد خان، عصمت عالم، محمد ابراهیم او اعجاز الحق نورزي ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې. عصمت عالم د خپلې غوره او هر اړخیزې لوبې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ورځې دویمه لوبه کې امو نهنګان او مس عینک اتلان د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شول. د دغې لوبې پچه امو نهنګانو وګټله او لومړی یې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. یادې لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ‍۱۶۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه. ځوان توپوهونکي کرامت الله ۷۱*، محمد یونس او یمین احمدزي ۲۰-۲۰ او شاهدالله کمال ۱۴ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د مس عینک اتلانو په ګټه بلال سمیع ۳، دولت ځدراڼ، ضیاءالرحمن شریفي او خلیل ګربز یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یاد هدف په ځواب کې مس عینک اتلان لوبډلې د رحمن الله ګربز د چټکې سلیزې او ۱۰۷* منډو او دغه راز د خالد تڼیوال د نیمه سلیزې پرمټ د امو نهنګانو د ۱۶۷ منډو هدف د خپل یوه لوبغاړي په زیان سره ترلاسه کړ او د ۹ ویکټو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه. د دغې لوبډلې لوبډلمشر او تکړه پیلیز توپوهونکي رحمن الله ګربز په دغه لوبه کې په ۳۶ توپونو سلیزه جوړه کړه چې د شپږیزې کرکټ لیګ په تاریخ کې تر ټولو چټکه سلیزه شمېرل کېږي. ګربز په ټوله کې په ۳۹ توپونو د ۱۱ شپږیزو او ۶ څلوریزو پرمټ ۱۰۷* بشپړه کړه او یوازېنی توپوهونکی شو چې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو په تاریخ کې دوه سلیزې جوړوي. دغه راز نوموړي په یوه پاڼۍ کې ۱۱ شپږیزې ووهلې او په دې برخه کې هم له ټولو وړاندې شو چې په یوه پاڼۍ کې تر ټولو ډېرې شپږیزې ترسره کوي.

د نوموړي ترڅنګ بل ځوان او تکړه توپوهونکي خالد تڼیوال هم غوره توپوهنه وکړه او په ۲۵ توپونو یې ۵۰ منډې جوړې کړې. خو د لوبې غوره لوبغاړی لوبډلمشر رحمن الله ګربز ونومول شو.

د یادو سیالیو په دوام به سبا سهار سپین غر پړانګان لوبډله د بست ساتونکو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، په داسې حال کې چې د ورځې دویمه لوبه به د مس عینک اتلان او بند امیر ښامارانو ترمنځ ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې امو نهنګان لوبډلې له وړاندې پایلوبې ته لاره موندلې ده او سپین غر پړانګانو نن د خپلې پنځمې بریا په خپلولو سره د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده چې راتلونکې چهارشنبې په ورځ، چې د جولای میاشتې له ۱۵مې نېټې سره سمون خوري، ترسره شي. 

ملاتړ کوونکي او همکاران